افغانستان

افغان حکومت ۱۰۰۰ نور طالب بندیان آزادوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې افغان حکومت غواړي ۱۰۰۰ تنه نور طالب بندیان له دولتي بند خونو څخه آزاد کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، د طالبانو لخوا د یو شمېر دولتي بندیانو د خوشې کولو په بدل کې حکومت غواړي ۱۰۰۰ تنه نور طالب بندیان خوشې کړي.

تردې وړاندې د ملي  امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل د ۲۷۱۰ تنو طالبانو د خلاصېدو خبر ورکړی ؤ او زیاته کړې یې وه، چې دا شمېره به تر ۳۰۰۰ پورې بشپړوي.

په ورته مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د خلاصوو شوو طالب بندیانو په هکله د ملي امنیت شورا خپاره شوي ارقام ناسم بللي ؤ او له حکومتي زندانونو څخه یې د خپلو ۲۲۸۴ تنو ملګرو خلاصون تأیید کړی ؤ.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بین الافغاني مذاکراتو ته د تیاري په موخه کابل، اسلام آباد او دوحې ته په سفر باندې بوخت دی، نوموړی ټینګار کوي چې د بین الافغاني مذاکراتو نه وړاندې باید ۵۰۰۰ طالب بندیان آزاد شي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې توافقنامې له مخې تر بین الافغاني مذاکراتو مخکې باید ۵۰۰۰ طالب بندیان آزاد شي، چې له دې سره د اعتماد فضاء جوړه او بین الافغاني مذاکرات پيل شي او قدم په قدم د سولې پروسې نور اجراءات هم عملي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close