د روژې مبارکه میاشت

د روژې لومړنۍ تحفه

ګرانو دوستانو ، دا دی د تیرو څلورو کالو غوندی یو ځل بیا ستاسو د روحانی او معلوماتی خدمت لپاره حاضر یم او د مبارکی روژې په دې له برکت ، رحمت او مغفرت څخه ډکه میاشت کی به هره ورځ انشاالله یوه یوه تحفه درته وړاندی کوم چی زما د ناچاپه اثر ( اخلاقی کنایې ـ دوهم جلد ) څخه را اخیستل کیږی . د تیر کال تحفې هم له همدې کتابه انتخاب سوي وې .

ښه ، د تیر کال روژه خو د سترګو په رپ کی ولاړه او بله دا ده راغله . څومره ګران خپلوان ، دوستان ، ملګري او نا آشنا کسان سږ کال نسته او تر تورو خاورو لاندی دي !؟ آیا د دې ضمانت سته چی موږ او تاسو به روانه روژه پوره کړو ؟ آیا راتلونکې روژه به ژوندي یو ؟ آیا دا به مو وروستۍ روژه نه وی ؟ څوک پوهیږی او څوک یې ضمانت کولای سی ؟ نو راځی چی دا ثابته کړو چی موږ د نفس محکوم نه بلکی د نفس حاکم یو .
د روژې مبارکه میاشت درې لسیزی لری چی لومړنۍ یې د رحمت ، دوهمه یې د مغفرت او درېیمه یې له اوره د نجات لسیزه ده . څنګه چی نن د رحمت د لسیزی لومړۍ ورځ ده نو باید له خدایه رحمت وغواړو .
ضروري یادوَنه : د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه احترامانه هیله ده چی که په خپلو فېس بوک پاڼو کی د دې تحفو کومه برخه اقتباس کوي ، نو اصولأ د لیکوال اجازه او موافقه باید واخلي یا اقلأ د لیکوال نوم ورسره ذکر کړی، والسلام ، ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com).

له خدایه د موسی (ع) استدعا

وایی چی یوه ورځ موسی (ع) الله جل جلاله ته عرض وکړ چی یا الله ! څونه به ښه وای چی څلور شیان وای او څلور نه وای :
لومړی ـ ژوند وای خو مرګ نه وای ؛
دوهم ـ جنت وای خو دوږخ نه وای ؛
درېیم ـ دولت وای خو غربت نه وای ؛
څلورم ـ صحت وای خو ناروغي نه وای .
د الله (ج) له خوا وحی راغله چی اې موسی !
که مرګ نه وای نو زما دیدار به هم نه وای ؛
که دوږخ نه وای زما د عذاب ډار به هم نه وای ؛
که غربت نه وای زما د شکر ادا کول به هم نه وای ؛
که مریضي نه وای نو زما یادول او بلل به هم نه وای .
په رښتیا چی الله تعالی موږ بې مقصده او ناحقه نه یو پیدا کړي بلکی د هغه ذات د عبادت ، ثنا ، ذکر ، یاد او تسبیح لپاره یې خلق کړي یو ( الذاریات : ۵۶ ؛ طه : ۱۲۴ ) ، او نوری ټولی چاری ثانوي دي. نو ښه به دا وی چی هغه څه وکړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو ، یعنی اجباري اول او اختیاري دوهم !

ځانته ښکنځل کول

رسول الله (ص) وفرمایل :
خپل مور او پلار ته ښکنځل د کبیره ګناهونو څخه دي .
اصحابو عرض وکړ : یا رسول الله (ص) ! آیا څوک خپل مور او پلار ته ښکنځل کولای سی ؟
ویې فرمایل : هر څوک چی د نورو مور او پلار ته ښکنځل کوی ، نو هغه د ده مور او پلار ته ښکنځل کوی ( صحیح بخاری او صحیح مسلم ) .
هو ، په رښتیا هم د بل سپکول اصلأ د ځان سپکاوی دی . د نبی کریم (ص) هر حدیث د دنیا او عقبا د بریالیتوبونو اصلی کیلي ( شاه کلید ) بلل کیږی . نو څومره به ښه وی چی د رسول الله (ص) په هر حدیث باندی عمل وکړو تر څو دنیوي او اخروي بری مو په برخه وی . حضرت عثمان (رض) فرمایلی دي چی د ژبی ښوېدل د پښو تر ښوېدلو زیات خطرناک وی . امام غزالی (رح) وایی چی د انسان بهترین بریالیتوب دا دی چی پر خپله ژبه او خپل زړه کنټرول ولری . نو الله دی ټولو مسلمانانو ، منجمله افغانانو ته همداسی توفیق ورکړی چی یو بل ( خپل مخالف ) ته سپکي سپوری و نه وایی ، پوچ الفاظ و نه

کاروي او ښکنځل ونکړي بلکی زړه او ژبه دواړه کنټرل کړی .

لیکوال: ډاکتر نثار احمد صمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x