نظــر

عدنان مندریس او عثماني شهزادګان

ژباړه: محمد شعیب شفیق

کله چې  کمال اتاترک عثماني خلافت ړنګ او پرځای یې سیکولر او د غرب د ګټو ژمن نظام مینځ ته راغی، نو ترهرڅه لومړی یې د خلافت هغه نازولي شهزادګان او د خلیفه بیبیانې له خپله ملک او خاورې نه اروپایي هیوادونو ته  په تیښته  اړ کړل.

د شهزادګانو او د خلیفه د اولاد اروپایي هیوادونو ته لیږلو کې مقصد دا و چې تر څو د مسلمانانو او د خلافت د کورنۍ ایماني او اسلامی غیرت مجروح  او د هغه چا د لاس محتاج کړي چې تر اوسه یې ورسره ډغرې وهلې.

د خپلو بادارانو په لارښوونه او امر  یې د اخیري عثماني خلیفه سلطان وحیدالدین د میرمن او اولادونو یې لومړی شتمنې ضبط او ورپسې یې تش لاس فرانسې ته ولیږل .

کله چې  سلطان وحیدالدین په فرانسه کې وفات شو نو د هغه وخت حکومت یې مړی هیچاته په لاس نه ورکاوه ځکه چې د محل د خلګو او دوکاندارانو  تر سختو قرضداریو لاندي و، چې وروسته ورته مسلمانانو بسپنه وکړه او د دکاندارانو غاړه یې وایسته، لاش یې شام ته یووړ هلته یې خاوروته وسپاره.

ډیر وخت وروسته له ترکیې نه یو چا د خلیفه د اولاد او کونډې د پیداکولو نیت وکړ، له ډیرو پوښتنو وروسته یې د فرانسې په یوه شرکت کې ملکه شفیقه او شهزادګۍ عائشه پیدا چې د ډیر غربت او مفلسۍ په حالت کې د ماښام د یوې ګولې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره په ډیر کم اجرت کار کاوه.

دا سړی ترک وزیراعظم عدنان مندریس و کوم چې ورته شهیدُ الاذان هم ویلی کیږي، ده چې کله د مسلمانانو د خلیفه او د هغه د بیبیانو دا حالت ولید سخت غمجن شو او په چیغو چیغو یې وژړل ملکې شفیقې چې د دې اجنبي سړي دا خواخوږي ولیده نو یې پوښتنه ورنه وکړه چې ته څوک یې چې دومره خوا خوږی مو یې؟

کله چې یې ځان ورپېژندی، ملکه له خوشالۍ بېهوښه شوه.

عدنان مندریس چې کله ترکیې ته را وګرځید په ترکیه کې  یې جلال بایار ته وویل چې باید آل عثمان ته لومړی عفوه او وروسته خپل وطن ته را وغوښتل شي هغه له څه ناغېړیو وروسته صرف د ښځو په بیرته راوستلو ورسره سلا شو او د نارینه ( شهزادګانو) ترکیې ته په راوستلو کې بیا مهم رول وروسته مرحوم نجم الدین اربکان ولوباوه.

سیکولر پوځي جنرالانو د عدنان مندریس د اعدامیدلو لپاره د نورو دروغو مقدمو په څنګ کې دا مقدمه هم جوړه کړه چې ده له حکومتي خزانې نه په غلا ملکې او شهزادګۍ عائشې ته خرڅ ورکاوه، لیکن مندریس د حکومتي بودیجې پر ځای له خپل جیب نه د ملکې او شهزادګانو ساتنه کوله هرکال به یې ورته لس زره لیرې( ترکي روپۍ) له جیبه ورکولې .

کله چې 1961 میلادي د ستمبر په 17 تاریخ عدنان مندریس د پوځ لخوا په شهادت ورسید په دوهمه ورځ یې ملکه او لور هم په خپل کور کې د سجدې په حالت کې وفات وموندل شوې.  رحمهم الله

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close