
افغان ملي لوبغاړو د قرنطین په مراعاتولو سره تمرینات پېل کړل
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړو خپل روزنیز کمپ چې د ورځې لخوا به په څلورو پړاوونو کې د محدودو لوبغاړو ترمنځ ترسره کیږي پېل کړل.
د افغانستان کرکټ بورډ څخه په خپاره شوي خبر کې راغلي چې د ۲۲ ملي لوبغاړو ترمنځ روزنیز کمپ به د ورځني ډول په څلورو پړاوونو کې چې په هر پړاو کې به ۵ یا ۶ لوبغاړي ګډون کوي نن د یکشنبې له ورځې څخه په کابل لوبغالي کې پېل کړ.
ددوی په وینا په دغه کمپ کې به لوبغاړي او ټول اړوند روزونکي او مسوولین د کرونا پر وړاندې د روغتیایي بنسټونو او نړیوالې شورا سپارښتنې په جدي توګه عملي کوي.
کرکټ بورډ وایي چې ملي لوبغاړو دغه تمرینات د راتلونکي اسیا جام او د شل اوریزو نړیوال جام په موخه پېل کړي دي چې یوه میاشت به دوام وکړي.
National players start training in Kabul today after a COVID-19 awareness meeting was held for them yesterday by ACB to educate them about the relevant health guidelines during the camp.
Read more: https://t.co/BR1Cqszd5w pic.twitter.com/LsI59yBrjI
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) June 7, 2020
دا لومړی وار دی چې افغان ملي لوبغاړي له درې میاشتې کرونایي بندیز وروسته تمریناتو ته راستنیږي.
له دې وړاندې د انګلستان کرکټ بورډ اعلان کړی و چې د ویسټ انډيز لوبډلې پر وړاندې به په جولایي میاشت کې درې ټيسټ سیالۍ ترسره کوي، خو دغه سیالۍ به د بندو دروازو تر شا یا د نندارچیانو په نه شتون ترسره کیږي.
د کرکټ نړیواله شورا به د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه د نړیوال جام په اړه وروستۍ پریکړه کوي چې ایا دغه سیالۍ به ترسره شي او که به بل وخت ته وځنډیږي. د اوس لپاره دغه سیالۍ په اکتوبر او نومبر میاشت کې ترسره کیږي.
ټاکل شوې ده چې افغان ملي لوبډله د نومبر میاشتې له ۲۱مې تر ۲۵مې نیټې د استرالیا ملي لوبډلې پر وړاندې په دغه هېواد کې یوازینۍ ټيسټ لوبه هم ترسره کړي، دغه لوبه به د ورځې او شپې (ډی نایټ) ترسره کیږي.