افغانستان

د ګیزاب ولسوال په پاکستان کې مړ شوی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): امنیتي چاوراکي وايي، د ارزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ ولسوال عزت الله لطیفي په ګاونډي هېواد پاکستان کې مړ شوی دی.

د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي ددې خبر په تایید سره رسنیو ته ویلي، د ګیزاب ولسوال عزت الله لطیفي له تیرو درو میاشتو راهیسې د سرطان په ناروغۍ اخته ؤ، چې په دې وروستیو کې د درملنې لپاره د پاکستان هېواد کراچۍ ښار ته وړل شوی ؤ.

نوموړی زیاتوي، ولسوال لطیفي تیره ورځ له پاکستان هېواد څخه افغانستان ته پر لاره ؤ، چې په لارې په اوږدو کې مړ شوی دی.

مدني فعال او پخوانی خبریال عزت الله لطیفي چې له تېرو درېيو کلونو راهیسي د ګېزاب د ولسوال په توګه دنده ترسره کوله، تردې وړاندې له یو شمېر رسنیو سره هم کار ترسره کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x