افغانستان

د کورنیو چارو وزارت یوه پخوانۍ استخباراتي چارواکې په لوګر کې وژل شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو یوه پخوانۍ چارواکې د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوې ده.

د لوګر ولایت یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، دا پېښه پرون ماښام د محمدآغې ولسوالۍ په مغل خیلو سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ استخباراتي چارواکې «بختي پښتین» په موټر ناپيژاندو سله والو ډزې وکړې.

په دغه برید کې بختي پښتین له خپلې خور سره یوځای وژل شوې او برید کوونکو له موټر څخه د هغې اسناد او نقدي اموال له ځانونو سره یوځای وړي دي.

د سرچینې په خبره بختي پښتین یو کال مخکې د کابل ولایت لپاره د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو د څانګې مرستیاله وه، چې په دې وروستیو کې یې لوګر ولایت کې د خپلې ځمکې له پلورلو او تیره ورځ د پیسو ترلاسه کولو وروسته په لاره کې د ناپيژاندو وسله والو په برید کې ووژل شوه.

تراوسه دا څرګنده نه ده، چې د نوموړې وژل سیاسي انګیزه لري او که شخصي دښمني یاهم د ځمکې پلورلو او پیسو له امله د مافیا له لورې په نښه شوې ده؟ خو د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي مسئولینو تراوسه ددې پېښې په هکله رسنیو ته څه ویلي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نامعلومه وسلوال یعنی څه؟ وژنه او ترور څوک کوی؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x