
ډيپلماسي او د خودۍ اړيکه!
وحيدالله مصلح
د دې زلمي غرور ته وګورئ چې لپې لپې اوښکو کې توييږي… دواړه لاسونه يې ور ولچک کړي، دا د خميني ځوځات د انسانيت له ټولو پولو تېر شوى، دوى د اسلامي نړۍ د فرقه واريت او مذهبي جنګ بدمعاش کردارونه دي، دوى نه اخلاق پېژني او نه بشري خواخوږي، حتى د ډېر واړه عمر تنکى زلمى يې د سفير په مخکې تړلى…
شان او شوکت په ازادۍ کې دى او غرور او عزت په خودۍ کې دى، او چې خودي نه وي نو ډيپلماسي په کې بيا د نياز او عاجزۍ وي.
که نه دا ايران او دا صفوي ميراث زمونږ شاه محمود و شاه حسين او ميرويس خان پېژني، تاريخ يوازې په ماضي کې نه پاتېږي، او زمونږ هېواد به حتماً پر يو موړ د خپل مستقبل اډانه د تاريخ په پېښو کې جوړوي، دا تاريخ به حتماً تکرارېږي، د تاريخ تکرار يو لوى حقيقت دى.
د لمبه شويو افغانانو دا قضيه د کوم سفير له عيادت نه ډېره پورته ده، د دې دربدريو لار د دې وطن په سوله او جنګ ده، تر څو چې سوله را نه شي، ثبات نه وي او مونږ د خپلو اوبو څاڅکي د نفتو په نرخ نه کړو تر هغه د هر افغان حيثيت دغسې ابته او توى ګڼه!
او بالاخره، د جنګ د ټولو ښکېلو غاړو مسئوليت په دې عکس کې راټول دى، دا عکس د سولې چغې وهي، که سوله ونه شي او مونږ راټول نه شو نو ګرېوان به مو دغسې څيرې او عزت به مو دغسې توى وي.
سوله ېقېناً سوله!ېو ډېر خوږ نوم ېو ډېر لوئ نعمت ده
خداوندمتعال ج.
خو چی کله پوه سو چی مونږ وس خپلواک ېو او اشغالګران شړل سوې دې!!!بېا سوله .