نړۍ

ازربایجان: د افغانستان په سفارت کې د ۳۵ زره ډالرو غلا وروسته د مسؤولینو تر منځ اختلافات

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د ازربایجان په پلازمینه باکو کې د افغانستان د سفارت په ودانۍ کې دننه د سفیر خیرالله سپیلني د میز څخه ۳۵ زره ډالره ورک شوي چې له امله یې ددغه سفارت په مسؤولینو کې اختلافات را منځته شوي دي.

د راپورونو سره سم شاوخوا دوه میاشتې مخکې د مارچ پر دریمه نیټه د باکو ښار پولیسو رسنیو ته ویلي وه چې د سفیر د میز څخه ۳۵ زره ډالره غلا شوي دي چې دوی یې په اړه تحقیقات پيل کړي دي.

د غلا د خبر سرچینه: https://www.turan.az/ext/news/2020/3/free/politics%20news/en/122037.htm

د یاد سفارت څخه په تازه خبر کې راغلي چې د سفیر په امر د سفارت ځیني چارواکي شړل شوي او سفیر د ازربایجان د وزارت خارجه څخه په رسمي لیک غوښتنه کړې چې ځیني مشخص کسان دي نور د سفارت ودانۍ ته دننه نه پرېښودل کیږي.

ویل کیږي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په سفارت کې د غلاو او نورو ستونزو په اړه تحقیقات پيل کړي دي.

باید وویل شي چې د ازربایجان په هیواد کې د افغانستان سفارت یوازینی سفارت نه دی چې د غلاو او د سفارت د کارکوونکو تر منځ د اختلافونو خبرونه یې راوتلي دي، بلکې ددې تر مخه په مختلفو سفارتونو کې د ورته پيښو خبرونه په ټولنیزو پاڼو کې نشر شوي چې اکثره وخت یې وجه د سفارتکارانو تر منځ د سیاسي، فکري، سمتي او ژبني اختلافونو له وجې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړتازه،
اوسنی غله دولت، او طالیبانو، د افغانانو پزه په بین المللی جامعه کی پزه پری کړی ده،
فعلا د دا غلو دولت ،او د سر ټمبه طالیبانو، د لاسه موږ افغانان په مخ پزه نه لرو.بلکه د هوا کښلو ،او داخلولو د پاره فقط یوه ټوټه غوښه مو په مخ ده،
نور موږ بی پزه ګرځو،

جمیل

اوښ ته یی ویل غاړه دی کږه ده ، ویل کوم ځای می سیده دی .
زه به بیا هغه پوښتنه تکرار کړم ګوندی یو څوک یی جواب کړی : پدی غلام دولت کی داسی یو ځای سته چی هلته دی غلا او فساد نوی ؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x