نظــر

د جهاد بې‌وجدانه اولادونه!

کابو لس دولس کاله وړاندې مې د یوې نانوایۍ پر ښیښه یو کاغذ ولیده، پرې لیکلي یې ول: وجدان هغه محکمه ده چې قاضي ته ضرورت نلري. ددې جملې په لیدو څو سوالونه راته کتار شول؛ ما ویل، دا به نو څنګه محکمه وي؟ دا وجدان به څه ډول وي؟ څه ډول به قناعت ورکول کېږي؟ او څه ډول به قانع کېږي؟
اوس اوس پوهېږم چې وجدان څه دی، په کوم قالب کې پروت وي، روح او روان ورسره څنګه آرام او مسترح وي او په څه ډول قانع کېږي. د وجدان سلامتیا یوازې په څو حروفو نه کېږي، او نه هم پدې رامنځته کېږي چې لکه ړوند او ضدي شاګرد چې د تاریخ قناعت ورکوونکي او بې‌پرې درس ته په زور او جبر کېنول شوی وي. پدې اړه به مفصل وضاحت بل وخت وکړو اوس راځم خپلې اصلي موضوع ته چې جهادي مرتدین ده.
دا د جهاد بې‌وجدانه اولادونه څوک دي؟ او ولې لا هم د جهاد او اسلام په نامه تجارتونه کوي؟
یوه ورځ مې له یوه چا سره بحث وه، راته یې ویل چې زه خو د مجاهدینو ټیم ته رایه ورکوم، دوی د اسلام او اسلامي قوانینو پاسداران دي، دوی به په پارلمان کې د اسلامي قوانینو دفاع کوي او پرې به نه ږدي چې د اسلام بې‌حرمتي کوونکي قوانین له پارلمان څخه پاس شي. دده مسن په خبرو چې ځان یو څه مجاهد او د فکري جنګ د ډګر اتل هم تراشي، سخت افسوس راغی. ما ورته وویل؛ اول خو له موږ افغانانو پدې شعبده‌بازۍ کې د جهاد د تعریف تر څنګه د اسلام او مجاهد تعریف هم ورک دی. دا چې جهاد او هجرت چا کړی دی او څوک یې کوي، دا د لمر غوندې ټولو افغانانو ته روښانه ده. چا پکې سر، پښه او لاس بایلودل او چا پکې د همدغو سرونو، پښو او لاسونو او پرې شویو اندامونو په بیه نن د کابل، مزار، هرات، ننګرهار او کندهار د شاهي قصرونو تر څنګه په دوبۍ، امریکا، ایټالیا او اسټرالیا کې هم قصرونه او تجارتونه آباد او ودان کړي دي.
راغلو دېته چې جهاد ولې په ټېکه‌دارۍ بدل شوی او د غلو یوه مخصوصه ډله یې ولې پرځان پورې لکه یو پنډکی تړي. د طالبانو اسلامي امارت یو شرعي نظام وه چې په ټول هېواد کې یې د شریعت د نفاذ لپاره بر لاس درلود. هغه کوم نواقص یې چې درلودل، اوس یې یوې خوا ته ږدو. کوم مؤجه دلیل، کوم شرعي دلیل، او د کوم مدني او نړیوال قانون او دلیل په توګه دوی د امریکایانو په ټانګونو سپاره او د امریکایانو په طیارو کې ناست دغه اسلامي او شرعي نظام چپه کړ؟ په کوم دلیل او قانون دوی د یهودو له طیارو په مسلمانانو بمبارۍ کولې؟ په کوم دلیل او قانون دوی د سي آی اې سره په معامله‌ګرۍ کې یوازې د دوه‌نیمو او پنځو میلیونو ډالرو په بدل کې هم جهاد، هم خاوره، هم ناموس، هم دین، او هم ننګ خرڅ کړ؟ او نن بیا په کومو سترګو، په کوم وجدان، په کوم مخ ملت ته وایي چې موږ مجاهدین یو، موږ جهاد کړی او موږ ستاسو د رایې او ستاسو د انتخاب ډېر حقداره یو؟
او زه ډېر سخت تعجب او حیرت کې هغه وخت لاهو شم چې لااوس هم ددې ساده ملت ډېری برخه پدغو غلو او زانیانو پسې یوازې د جهاد او مجاهد د تابلو تر کارولو ولاړ دي. خو، پړ یې نه بولم، دا ځکه چې ملت کې لا هم سیاسي او عاطفي شعور او هوش ندی ژوندی شوی. ځینې یې د قوم، قبیلې، ګوند، او سمت په نامه هم پسې ولاړ دي، او د خپل هویت بقا او فنا په همدې جعل‌بازیو کې ګوري.
د فتوا تر رنګینو پاڼو ورآخوا؛ کله چې یو څوک عملاً د جهاد او مجاهد په نامه د یهودي او نصراني په شوبلو او الوتکو کې لکه مرخېړی ناست وي، یهودي پیلوټ ته لاندې خټین کورونه ورښیي او ورته وایي چې غت غت بمونه واچوه، واله واله کار نه کوي؛ نو په کوم شرعي دلیل دغه نجس‌العین ته مسلمان ویل کېدای شي؟ کله چې یو څوک عملاً د مجاهد په نامه د مسلمانانو کورونه ړنګوي، خیمې یې په بمونو ولي، سینې یې په خنجرونو څیروي، زندانونه ترې ډکوي، په خوله او مخ یې په سوکانو او لغتو وهي نو بیا په کومه مانا هغه ته مسلمان ویل کېږي او مجاهد خو لاایسته پرېږده چې دوی یې پر ځان پورې تړي. دغه ډول انسانانو ته حتی د انسان د نوم اخستل د انسانیت د مسخ‌کولو په مانا ده، د مسلمان او مجاهد نوم ورته اخستل اسلام او جهاد ته ډېر لوی او نه بښونکی جنایت دی.
دا هغه جهادي مرتدین دي چې په جهاد او اسلام کې یې کله ګټه وي نو هم مجاهد وي او هم مسلمان وي، خو که یې ګټه نه وي نو نه مسلمان دی او نه هم مجاهد. د اسلام او جهاد په نامه چې کوم تجارتونه وشول، کېږي او ترسره به شي ددې ټولو مسؤول همدا یوه وړه مافیایي ډله ده. دوی د شپې مست وي او د ورځې د چور شویو ځمکو مالیې راټولوي.
بحث تردغه بریده ورسېده چې ورته ووایم جهاد او اسلام په یوه پنډکي کې غوټه کړئ، یوې څنډې ته یې کېږدئ، ځکه د جهاد او اسلام په اصولو خو هېڅ نه یاست برابر، خو راځئ هغو اصولو ته پرتلۍ ووهو چې انساني اصول دي، په یوه بې‌دینه او غیرمسلم کې هم وي او په هر نومي انسان کې وجود لري. هغه اصول، په کلي توګه که ووایو ټول د سالم وجدان تر چتر لاندې راټولېږي، لکه مروت، وفاء پرعهد، د ارزښتونو پالنه، ارزښتونو ته ژمن اوسېدل، او فردي او ټولنیز اخلاق…. له بده‌مرغه باید ووایم چې پدغه طایفه کې دا یو هم نشته.
ددوی اخلاقیات دومره ضعیف او ټیټ دي چې د مادیاتو په بدل کې هرڅه کولو ته چمتو دي. باید ووایم چې دوی له ټولو انساني اساسي اخلاقو څخه محرومه طبقه ده.
ددوی مقصد او مرام له روس سره د مبارزې په وخت کې هم جهاد نه وه، بلکې هلته یوه داسې قومي داعیه حاکمه وه چې دوی په معاصر تاریخ کې د راروانې او تېرې انارشیستي دورې تر منځه دغه موکه یو پول (پُل) باله او په راروانو حالاتو کې د یوه مطرح جهت د عرض‌اندام په توګه یې هرډول معاملې د یوه واحد جهادي آدرس څخه پرته روابللې. تېر جهاد ددې ترڅنګه چې د افغانستان نوی نسل له دین، مذهب، جهاد او د مبارزې له اصولو سره اشنا کړ داسې وړې وړې ډلې یې هم وپنځولې چې د شرارت، فساد، بدمرغۍ، او کم‌حیثیتۍ له وجې یې نن مؤمن ملت په اور او وینو کې لامبو وهي.
جمعیت اسلامي افغانستان او د نظار لنډغره شورا، اتحاد اسلامي افغانستان، شیعه ملېشي حزبونه، د پیرانو تاریخ‌تېر شوي او کباړ ګوندونه د افغانستان د اوسني او راروان ناورین هغه ناغېړه او بدمرغه عاملین دي چې ملت یې باید په رڼو سترګو وپېژني. د ږیرې، پکول، لنګوټې، سپینوکالیو او په تنظیمي سرو موزو کې پټ دښمنان وپېژنئ، دا هغه خلک دي چې د اسلام نقش یې په دیموکراسۍ بدل کړ، دیموکراسي یې د دین اړخ وباله، او له یوه بشپړ غربي آدرس څخه د یوه آزاد اسلامي نظام نارې سورې وهي.
ددوی له ډراماتیکو تمثیلونو همدا یوه نتیجه اخستلای شو چې ددوی تېر او اوسني اعمال د اسلام او مسلمانانو د بدنامۍ پخاطر یوه طویل‌المدته پروژه وه چې نهایي پایله (Impact) یې غربي حضور ته د شیخیت او سلفیت تر عبا او قباء لاندې ځای ورکول وه. او جالبه خو داده چې د غربیانو د حضور ننګوونکي ددوی له قرآني براهینو سره مخ کېږي.

اُمت، د عبدالبصیر عتیقزي کالم، نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x