ټولنیزه برخه

ځوانان د پاک احساس، لوړ انرژي او مثبتې جذبې درلودونکي خلک دي

عبدالباسط کړوخیل

ځواني د الله تعالی لخوا یو ستر نعمت دی چي په ژوند کي یو ځل تیره شي بیا نه راګرځي ، دا چی یو انسان یی سنګه او کومو لارو استعمال کړي دا نو د شخص پوری اړه لري.

د نړۍ په تاریخ کې همیشه هغه ملتونه بریا او اهدافو ته رسیدلي چې کومو ملتونو ځوانانو په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ژوند کې بدلون راوستی او پر ځان يې باور کړی چې مونږ کولای شو.

مونږ د خپل هېواد دا ډول حالت وینو او د ځوان نسل همدا اړخ چې په ژوند کې اړین دی هم راته ښه څرګند دی او په ښکاره توګه د پردیو استخباراتو جګړې هم وینو چې زمونږ د ځوانانو په تازه انرژۍ چلیږي، نو فلهذا باید دقیق اوسو او د ځوان نسل مسئولیتونه درک کړو او هېواد له روان سیاسي، ټولنیز او اقتصادي بحران په ډیره میړانه خلاص کړو چې ددې لپاره د ځوانې انرژۍ ځانګړې ځانګړې طرحې او ستراتیژیو ته اړتیا ده.

ځوانان په ټولنه کې ډیر مسئولیتونه لري، چې ځينې مهم مسئولیتونه یې په لاندې ډول دي:

۱: ځوان باید داسی ژوند وکړی چي الله تعالی ته خوښ وی او د اسلام دین او د هیواد ګټو ته پکي لومړیتوب ورکړی شوي او د هیواد خپل راتلونکی نسلونو امنیت عزت او تعلیم پکي خوندي شي او د ناوړه نارینو چی په دی دری لسیزو کی زمونږ څوانانو ولیدل ورته د پای ټکی کیږدي.

۲: ځوان باید تعلیم وکړي ځکه په تعلیم سره یو ځوان کولای شې چې د خپل او د خپل هیوادوالو له حقوقو څخه دفاع وکړي.

۳: یو ځوان باید په ټولنه کې هم خپل او هم د نورو حقوق وپیژني، او د همدې حقوقو په نظر کې نیولو سره د ټولنې د افرادو سره چال چلند وکړي.

۴: هر ځوان د پلار،زوی، ورور، کاکا، ماما، مشر، کشر او ملګري په حیث خپل ځآنګړي مسئولیتونه لري، لکه یو ځوان د پلار په موقف کې خپل اولادونو ته دنفقې د برابرولو او د هغوې د سالمې تربیې مسئولیت په غاړه لري، همدارنګه د زوی په موقف کې هر ځوان مکلف دی تر څو د خپلو والدینو احترام پر ځای کړي.

۵: هر ځوان د ورور په موقف کې کې دا مسئولیت لري تر څو د خپل ورونو او خویندو په تعلیم، تربیه او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.

ځوانان پنځه شیان خرابوي: ۱ – ډېرې پيسې او شتمني،۲ – شهوت،۳ – بيکاري،۴ – بد ملګري او خرابه محيط.

ځوانان باید د فكر كولو، بحث او د نظر تبادلې لپاره وخت مصرف كړئ، د اقدام وخت رارسٻږي، سوچ
كول بند كړي او كارته باید ملا وتړي.

ځوانان تل د پاک احساس، لوړ انرژي او مثبتې جذبې درلودونکي خلک دي،چې د ټولنې دې طبقې ته باید جدي پاملرنه وشي، ځکه دا ځوانان دي چې په ټولنه کې انقلاب را منځ ته کوي، نو ځکه ځوانان باید پخپل زور او قدرت پوه شي او د هیواد د پرمختیا لپاره تر ې سالمه ګټه پورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x