نظــر

وا وا ډیموکراسي ! / جیلاني پشتون

واوا ډیموکراسي!  په دې لاسته راوړنو او لورونو، چې دمهربانۍ له مخې دي اوس د افغان نسل ځينې بې پلاره پیغلې  په هیپ هاپ ډانس تنده ماتوي، وایم نوش جان دې شه په دې بې جوړې لاسته راوړنو، هسې خلک وایي، چې دافغانستان ډیموکراسي پڅه ، بې اغیزې او یا هم دروغجنه ده، جک وهي چې په دې رښتیني دموکراسۍ به څوک داسې الزام لګوي.
د دموکراسۍ دغه معترضین چې وایي دلته دموکراسۍ رنګ نه دی راوړی یا خو په سترګو ړانده دي او یا هم له حقائقو سترګې پټوي، دوی چې د دموکراسۍ دلمر غوندې روښانه مظاهر نه ویني نو څه به وویني، دوی  باید سترګې وغړوي او ددموکراسۍ په سیوري کې راپنځیدلې ټیلې مېلې  لکه د ګروه مورچګان خیاباني کنسرتونه، د یوناما د سکرټرو فیشن شو، بامیان کې دبابا غره په واورو  دنجونو سکي، ویلټاین ډې لمانځل ، د ماشومو ډمانو ارکسترا ګروپ ، دطلوع نیوز لخوا خپریدونکی ستاره افغان او دادی اوس تازه په تازه  دهیپ هاپ ډانس هنري پروګرامونه  باید وویني او د دموکراسۍ د روښانه مظاهرو او ارزښتونو په نظر ورته وګوري.

هغوی چې په افغانستان کې د ډموکراسۍ په تنفیذ شک لري، داسې ښکاري لکه غوږونه یي چې له مالوچوډک وي، که ددوی غوږونه خلاص وای ضرور به د هیپ هاپ ډانس د هغې غربنده میلې  آواز اوریدلی و، چې همدا پرون د فرانسې د کلتوري مرکز په اهتمام په کابل کې ترسره شوه.

شاید زیاتره لوستونکي هیپ هاپ ډانس ونه پیژني، دا ډانس چې ترټولو خطرناک، زمولوونکی او مسخره ډانس دی ایله  ۳۰ کاله کیږي چې دامریکایي تورپوستو فاحشو لخوا رامنځته شوی دی، هغه ډمانې چې په خپل بکارت ډاریږي باید دې ډانس ته ورګډې نه شي، ځکه په ډانس کې بیلابیل درانه، چپه او راسته حرکات ترسره کیږي، نڅیدونکی کله هوا ته خیزونه وهي، کله په ځمکه رغړي او کله نور ناشولته حرکات کوي، خو دا د دموکراسي د پرمختګ یو لوی دلیل دی چې په کابل کې د فرانسوي ډمانو تر لارښونه لاندې افغاني نڅیدونکو دا میله په ډیره ښه توګه ترسره کړه ، د ویاړ ځای خو دا وه چې د نارینه وو په دې  مست اتڼ کې یوه کابلۍ نجلۍ هم ګډه وه ، چې دهیپ هاپ میله یې په پوره بریالیتوب سرته ورسوله .
د روژې د مبارکې میاشتې نه یوه ورځ وړاندې د کابل تراسمان لاندې دفرانسوي ډمانو او افغاني نجونو دغه مشترک هیپ هاپ اتڼ وښوده، چې په دې هیواد کې اوس نو دموکراسي نوې، نابلده او بې څوکه نه ده، بلکې په ټوله معنی یي وزرې غوړولې دي، ځکه د دموکراسۍ په سیوري کې چې دلته په دې مذهبي ورځو کې کوم ډانسونه ترسره کیږي هغه حتی دسانفرانسیکواو کیپ ټاون لچر خیل  نه پیژني، داچې په افغان غریبه ټولنه کې دا ډول د ډانس مراسم دایریږي، په تیاره صالون کې ناستې پیغلې او زلمیان ورته چک چکې وهي، بې له شکه په یوه مغزن تحول دلالت کوي.

یوځل بیا وایم چې وا وا دموکراسي ! وایم نوش جان دي شه ، هغه سیاست بازان چې ځان د دموکراسي ټیکه داران بولي، هغوی دې د ټاکنو په دنباله دار جنجال اخته کړي، او تا خپل رښتینی ظهور د هیپ هاپ په جامه کې وکړ .

په لویدیځ کې چې ډموکراسي په ۳۰۰ کلونو کې کوم ځای ته رسیدلې وه په افغانستان کې دادی په لسو کلونو کې تر هغه هدف ورتیره شوه، دا که ددموکراسۍ کمساری بلوغ ونه بولو نو به یي څه بولو؟  نور باید دلته څوک دموکراسي ته ماشومه دموکراسي یا نوزاده دموکراسي ونه وایي ، زموږ دموکراسي بلوغ ته رسیدلې، ځکه زموږ نابالغه پیغلې یې له غربي بالغانو سره په یوه اتڼ کې وڅرخولې  یو ځل بیا وایم . . . وا وا دموکراسي !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x