نړۍ

په جنوبي یمن کي دالقاعده ډلی شکمنووسلوالو عسکروته مرګ ژوبله واړوله

yemeniarmyinside(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۰۷)عدن: په جنوبي یمن کي چیري چي دالقاعدي یوه مظبوطه ډله له حکومت سره په جنګ اخته ده نن سهار دیمني عسکرو یوکاروان تربرید لاندی راوستي چي له کبله یی لس عسکر وژل شوی او له لسو څخه زیات نور ژوبل شوی دي.

له یمن څخه حکومتي رسنیو خبرورکړی چي وسلوالو کسانو په ابیان ایالت کي دعسکرو یوکاروان هغه وخت تربرید لاندي رواستي کله چي په سیمه کي دلودر له بازارګوټي ته څیرمه دتیریدو په حالت کي وو،

له روغتون څخه ډاکټرانو خبری رسنیو ته وویل چي یوه لویه لاري کي د موټرچلونکي څخه بغیرنورټول سپاره عسکروژل شوی دي، له سیمي څخه عیني شاهدان وایی مونږ دري کسه وسلوال ولیدل چي پرموټرباندی یی مخامخ ډزی وکړي، یوه کس وویل له ډزو څخه وروسته مونږ کوښښ وکړ چي وژل شوي کسان راپورته کړو خو وسلوال لاپه سیمه کي وو اومونږ یی پرینښودلو چي مړوته نژدي ورشو

چي یواځي دزخمي موټرچلونکي په اړه راته اجازه راکړل شوه ترڅو روغتون ته یی ورسوو.

شنونکي وایی له کله چي په یمن کي دحکومت په وړاندي خلګو په پراخو مظاهرو لاس پوري کړي دي له هغه څخه وروسته په سیمه کي القاعده نوره هم مظبوطه شوی ده. ویل کیږي دشریعیت اسلامي په نامه سره ډلي په جنوبي یمن کي دزنجبار دښار ډیره برخه له یمني چارواکوڅخه په خپله ولکه کي اخیستي ده چي تراوسه پوري په سیمه دوه جانبه جګړه روانه ده.

سیاسي پلټونکي وایی چي دیمن په جنوب کي اکثرو خلګو دعالي عبدالله صالح په وړاندي په مسله جنګ لاس پوري کړی دي، خو دیمن حکومت بیاوسلوال په القاعده پوري تړي، ترڅو په سیمه کي دخلګوهمه ذهنیت بدل کړی، چي دیمن اولس تراوسه پوري هم دحکومت ملګري دي، اویواځي څو په القاعده پوری تړلي وسلوال دي په سیمه کي بی امنیتي خوره وي

بخت الرحمن بخت…………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x