افغانستان

بادغیس کې ۴ تنه غله د طالبانو لخوا نیول شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): طالبانو د بادغیس ولایت په تګاب عالم ولسوالۍ کې ۴ تنه غله له غلا شوو مالونو سره لاس په لاس نیولی دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر په اساس دغه څلور واړه غله(وکیل، بصیر، ګل محمد او پیدا محمد) د تګاب عالم ولسوالۍ په خوجه سرخیانو سیمه کې له غلا شوو مالوو سره یوځای د طالبانو لخوا لاس په لاس نیول شوي دي.

طالبانو دغه راز ویلي، چې غلا شوي مالونه یې اصلی مالکانو او غله یې خپلو محاکمو ته سپارلي دي: «نیول شوي ټول مالونه خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي او د غلو قضیه داسلامي امارت شرعې محکمې ته سپارل شوي»

باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې هم د هېواد په ګڼ شمېر ولایاتو کې غله او قطاع الطریق نیولي او د خپلو محاکمو تر شرعي پرېکړو وروسته یې په سزا رسولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x