افغانستانروغتیا

د هغه ناروغ څيړنه کيږي چې هرات کې د حکيم الکوزي له درملو کارولو وروسته مړ شوی

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۳۹۹): د هرات ځایي چارواکو تایید کړې یو تن چې په کرونا اخته شوی و او د حکيم الکوزي درمل يې خوړلي وو د ښار په مرکز کې مړ شوی دی.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر محمد اصف کبیر رسنيو ته ويلي، د حکیم الکوزي په لاس د بېلا بېلو بوټو څخه جوړ شوي څاڅکو له خوړلو وروسته د يوه تن د مرګ ادعا شوې چې وروسته د عامې روغتیا چارواکو د دې ادعا په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

د هغه په ​​وینا، دغه سپين ږيری سړی د حکيم الکوزي د درملو د توزيع په مرکز کې وموندل شو، او د هغه سره د شته ملګرو په وينا نوموړي د ياد حکيم درمل کارولي وو.

د هرات د عامې روغتیا ریاست یوې سرچینې، چې د نوم له څرګندولو یې ډډه وکړه، هشت صبح ورځپاڼې ته وویل چې مړ شوی کس د کوویډ-۱۹ ناروغۍ شک درلود او د هغه جسد د روغتیا کارمندانو لخوا د هرات «کوويډ لومړي نمبر» ته وړل شوی و.

په ټولنيزو رسنيو خپاره شوي عکسونه ښيي چې په هرات کې د حکيم الکوزي درملو د توزيع په مرکز کې لسګونه هراتيان د يادو درملو د اخيستلو لپاره راټول شوي دي.

د يادونې وړ ده، د افغانستان په هغو ولايتونو کې چې نفوس يې زيات دی د کرونا ناروغي په ويروونکي ډول خپره شوې، چې خلک يې د حکيم الکوزي درملو کارولو ته اړ کړي، خو د يادو درملو کارول د عامې روغتيا وزارت لخوا منع شوي، دوی وايي دغه درمل ممکن وروسته د اعتياد لامل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x