افغانستان

د ملي اردو د جلب او جذب قومندان جنرال عابد له کرونا وبا څخه مړ شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): دفاع وزارت تایید کړه، چې په کابل کې د ملي اردو د جلب او جذب قومندان جنرال زیارت شاه عابد په کرونا وبا له اخته کېدو وروسته مړ شوی دی.

تورن جنرال زیارت شاه عابدتردې وړاندې په هرات کې د ظفر قول اردو د لومړۍ پلې لوا قومندان په توګه هلته له میشتو ایټالوي پوځیانو سره هم د «استخباراتي معلوماتو» په برخه کې نیږدې ملګرتیا کړې وه.

په افغانستان کې د ایټالوي ځواکونو پخواني قومندان له روم ښار څخه د جنرال عابد په مړینه سخته خواشیني ښکاره کړې او نوموړی یې د جګړې په ډګرونو کې د ایټالوي پوځیانو د «ښه ملګري» په توګه یاد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د هرات د ولسي پولیسو(اربکیانو) عمومي مدیر عبدالرؤوف احمدي او د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) قومندان حاجي محمودخان نوراني هم د کرونا له امله مړه شول او تر هغوی وړاندې د کندوز ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرشید بشیر او د قلعه ذال ولسوال احمدفهیم قرلق هم د یادې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

عحیبه ده : قوماندان ، جنرال ، شاه او عابد ، او په پای کی د ایټالوی اشغالګرو غلام او جاسوس .
والله خیرالمکرین .

طوطی

هر مسلمان چی د وبا په وسیله وژل کیږی هغه شهید. حدیث شریف
 
دومره قوی سړی یی چی وژلی دی بیا خو خدای نخواسته کچیری ما ونیسی یا ملا برادر شاید په دوه دریو ورځو کی مو بلی دنیا ته ولیږی. الله د خیر کړی الله د ټول مسلمانان ور څخه وژغوری.

احمدشاه

افرين طوطی ګکه حديث دی بلکل سم ليکلی، خو دلته نور حاديث هم شته چه وايي، چه هر هغه څوګ چه د کفارو تر څنګ ولاړ وي او د هغو تر څنګ مړشي هغه په همغو کی حساب يږي.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx