
صورت یې کفري؛ خو سیرت یې اسلامي دی!
نور الرحمن ادين
په سیمه او نړۍ کې روانو او حاکمو حالاتو مې پام د سید جمالالدین دې وینا ته چې ویلي یې دي: « په اسلامي نړۍ کې وګرځېدم؛ مسلمانان مې ولیدل خو اسلام مې و نه لید! په داسې حال کې چې په کفري نړۍ کې مې اسلام او اسلامي کړنې ولیدې، مسلمانان مې و نه لیدل». واړاوه!
له کله نه چې په ښه او بد پوهېدلی یم، له رسنیو څخه مې په ځلونو دا خبرونه چې په امریکا کې د تورپوټکو سره د دوهګوني چلند پر ضد لاریونونه وشول، نو فکر به مې کاوه چې دا هسې بابېزه خبرې دي، کوم درد نه شي دوا کولای! او زما ددې قضاوت بنسټ هغه عیني واقعیتونه وو، کوم چې د ۲۰۰۱ کال امریکايي یرغل سره سم زموږ په هېواد کې به هره ورځ زموږ په کلي، بانډه او ښارونو کې د امریکایي لښکرو د وحشت په پایله کې پېښېدل. ليدل به مو چې هره ورځ به مو په لسګونو افغانان د امریکایي بمباریو او ګولیو تر باران وروسته په خپلو لاسونو خښول، نو ددې خبرونو او موضوعات خپرول به د رسنیو لخوا راته بربنډ دروغ ښکارېدل، ځکه موږ دا دلیل وړاندې کاوه که رښتیا هم د امریکا ولس دومره خواخوږی او عدالت غوښتونکی وي نو ایا زموږ دا ورځنۍ جنازې نه ګوري؟ ایا نه ګوري چې یو امریکایی سرتېری پخپلسري ډول په افغانستان کې تر شپاړسو پورې عام افغانان( د کندهار ولایت یوه غمیزه) قتل عام کوي؟ ایا نه ګوري چې یوه ګڼنفوسه افغاني کورنۍ( کم له کم د اتلسو غړو لرونکې) په کلي توګه د امریکایي بمبار او چاپې پر مهال وژل کېږي؟! د ( مشت نمونهی خروار) په توګه!
که چېرې په رښتیا هم د امریکا عام ولس دومره خواخوږی او عدالت غوښتونکی وي، نو تر نژادي مسئلې چې ډېر کله به د د تورپوټکو سره د ژوند په فرعي چارو کې دوهګونی چلند کېده؛ د لسګونو انسانانو ژوند اخیستل په اولویت او لومړیتوب کې ځای لري!
ښایي چې د امریکايي ولس دا چوپتیا به څو اړخیز او بېلابېل دلیلونه لرل، لکه: سیاسي، ملي ګټې او د رسنیو لخوا د حقیقت او واقعیت بل ډول خپرول او تر ټولو مهم دلیل دا چې: « ځمکه هغه سوځي؛ چې اور پرې بل وي!»
دا چې د امریکا ولس له افغانستان څخه په زرګونو میله لرې پرته ده، نو دلته د پېښدونکو پېښو انځور کټ مټ لکه چې دلته به انځورېدو تر هغه ځایه به یې یا خپل ماهیت له لاسه ورکړ او یا به په لاره کې ډاګوانو تت کړ!
په هر حال؛ په امریکا کې د تور پوټکي جورج فلویډ ظالمانه وژنه او له هغه سره د دویمه درجه انسان په توګه د ټرامپ د فرعوني ادارې د پولیسو چلند، امریکایان، اروپایان او ټول نړیوال او بشریت او بلخصوص زموږ افغان دروغجن واکمن( خودګشِ بیګانه پرست)، د ایران شیطانصفته ( اشداء علی المسلین رحماء علی الکافرین) واکمن راوپارول، چې رښتینو پارېدلو یې خپله پارونه ثابته او خپل باطن یې له خپل ظاهر سره همغاړی کړ؛ لکه: د امریکایي ولس لاریونونه، کرکه څرګندول او له جابر او ظالم حاکم سره ډغرې وهل او د لوی اسلامي امر ( امر بالمعروف او نهی عن المنکر) او ( د جابر حاکم او واکمن پر وړاندې د حق خبرې ویل) دوه مهم او رکین ارکان یې پداسې حال کې چې مسلمانان نه دي او په دې اصولو باندې له دیني، عقیدوي او مذهبي اړخه عقیده نه لري، پلي کړل او اسلامي کړنې( اسلامي فعل) یې ترسره کړ! چې د سید جمالالدین افغان هغه وینا مې اوس رښتینې ومومله. پداسې حال کې چې ددې امریکایي حق غوښتونکو صورتونه کفري؛ خو سیرتونه یې اسلامي وو!!
خو دروغجن او سیاسي پارېدلي بیا الله تعالی خوار او سپک کړل! منافقت او رذالت یې په ډاګه او رښتینې څېره یې بشریت او ملتونو ته ښکاره کړه!
داسې چې؛ لا تر اوسه د جورج فلویډ په پلوۍ امریکایۍ داعیې خپلې څپې نه دي تم کړې، او ظالم لا تر اوسه نه دی په ګونډو شوی او د عدالت تر مېزه نه دی راکاږل شوی، الله تعالی د افغانستان مسلمان او ایران مبهم الحال ملتونه د څو تنو مظلومو، وږې په سر اخیستې او کاریګرې ډلې په داسې پېښه سره وننګول او خبیث بواطن یې څرګند کړل، چې د جورج فلویډ تر پېښې یې له هره اړخه پاکي، مظلومیت او د پېښې ډول خورا دروند وو. په لسګونو افغان مساپر په دې ګمان چې ګاونډی او مسلمان هېواد مو دی راځه خپله خواري پکې وکاږه او د کور لپاره پکې یوه لمړۍ حلاله روزي وګټه! خبر نه چې ایرانی جاهل پوځ به یې د اور په نغري کې داسې سوځوي چې د سیکانو د مړو سوځولو دود( ساتي) ترې خیرات او عذر غواړي.
هغه افغان واکمن او یرغلځپلي سیاسون چې د جورج فلویډ په مظلومیت یې اوښکې تویولې او بشر دوستانه غمرازي یې له امریکایي ولس سره اعلان کړې وه، د خپلو ( احمد، محمود، سلام او نورو ….) خوني او دیني وروڼو په تام وحشت، تر بشري قاموس وتلي جنایت سره قربان شویو ته یې د جورج فلویډ د غمرازۍ د سلمې برخې په برابر هم کوم غبرګون او خوځښت له ځانه ښکاره نه کړ! دا خو یې پر ځای پرېږده، ان د خپلو شهیدانو شهادت یې هم په غلیم ایران باندې چې په جاره یې نارې وهلې ( سربازان ما بالای موتر حامل مهاجران افغان آتش ګشوده است)، نه وراړاوه، بلکې طبیعت او طبیعي پېښه یې پلمه نیوله. ( مسلمانان دی خو کړنې کفري دي)
د لیلا او مجنون، درخانۍ او شملو د عشق او عاشقۍ په دریاب کې ډوب؛ په اېران کې مېشت افغان سفیر ( عبدالغفور لېوال) څو ورځې ځان تېرایسته او د مرکزي قومندې په اشارو یې غوښتل چې موضوع تر پلاله لاندې تېره او د هېر په دښته کې یې خښه کړي! خو ظلم لوی او حدود یې په بشري قاموس کې ناپیدا وو. د خلکو د فشار او د جورج فلویډ د حق غوښتنې په څېر تانې او پېغور افغان شرمېدلې کاسې دې ته اړ ایستلې چې پېښه له نږدې وڅاري، څار یې دومره له شرم او بېغیرتۍ ډک وو چې په اور سوی( زخمي زمری) په کباب شوی حالت کې هم زولنې او ولچک وو!
دې پېښې د هغو اېراني رویاکارو مذهبي او سیاسي چارواکو پلیدي او خباثت هم په ډاګه کړ چې د جورج فلویډ لپاره یې د سیاسي موخو د لاسته راوړلو په پار ګرمه حق غوښتنه پیل کړې وه او امریکایي حکومت یې تر خوږ ګوته رانیولی وو. کله یې چې په قلمرو کې داسې زړه بوږنوونکې پېښه رامنځته شوه چې، نه یې نژادي اړخ درلود نه سیاسي او نظامي، نو بشریت، بشردوستي او هر بل معیار یې نالیدلی وګاڼه او په ټوله بېشرمۍ، سپینسترګۍ او تکبر سره یې وویل: ( قاچاقي راغلي وو؛ دا یې حق وو!)
هغه چې د اور په لمبو کې وسوځېدل او د مرګ حقې داعیې ته یې لبیک ووایه، نور یې له دې ظالمې نړې سره اړیکې پرې او له خپل خدای سره ملاقي شول، خو هغه چې د انساني طبیعت او مرګ ته د لبیک نه ویلو غریزې یې وهڅول چې د اورر له لمبو څخه راووځي؛ نو چیغې یې کړې:« کمی آب بدهید که سوختم! لږې اوبه راکړئ؛ چې وسوځېدم!» له بدهمرغه دې ځګروي ته یې هم عیني شاهدانو کوم چې په سینو کې یې د عضلاتي زړه پر ځای تر کاڼو کلک زړونه ول، او دغه منظر چې پرې ټول انسانیت غیر ارادي اوښکې د حال په سترګو تویولې، په دوی کوم اغېز و نه کړ، او په دې سختو شېبو کې یې هم د شیطاني سرحد، مذهبي کرکې او ناسویانالېزم د کرغېړنې پدېدې په اډانه کې دې پېښې ته کتنه او ارزونه کوله!
په ظلم، زور زیاتي، بې قانونۍ، او نورو اخلاقي رذایلو باندې امر یوازې په کفري مللو او ټولنو کې متصور او امکانمنونکی دی. پداسې حال کې چې دا ټول رذایل نن ورځ په ظاهراً اسلامي ټولنو کې رایج او معمول کار دی او د سید جمالالدین د وینا مصداق چې وایي: « په اسلامي نړۍ کې وګرځېدم؛ مسلمانان مې ولیدل خو اسلام مې و نه لید! په داسې حال کې چې په کفري نړۍ کې مې اسلام او اسلامي کړنې ولیدې، مسلمانان مې و نه لیدل». یو ځل بیا ټولو ت په ډاګه شو.
د اسلامي تاریخ او مسلمانانو د قیادتونو او د ظلم پر وړاندې د هغوی د پرله پسې پاڅونونو له روح سره خو دا ښایېدله چې؛ ټول افغان ملت باید ددې پېښې د فاعلینو او په جرم کې شریک وګړي – دولت ته تلپاتې درس ورکړي او له حق څخه د دفاع په لاره کې لکه د حسین رضیالله عنه په څېر( ولو که په یوازې ځان او نشته امکاناتو هم وای) د جابر او سرکښه حاکم – دولت پر وړاندې د عدالت بیرغ پورته کړی وای!
کله چې دا چاره هم و نه شوه نو له بيبيسي راډیو سره د ملا محمد عمر هغې مرکې چې؛ پکې یې د اېران دولت ته په افغان خاوره د تېري په صورت کې غاښ ماتوونکی ګواښ او عملي ګام پورته کول اعلان کړل واورېده، نو ورته لپه په دعا شوم او یو ځل بیا مې د داسې افغان مشر او بامسؤولیته نظام د راتګ هیلې په زړه کې زرغونې شوې!
که سوله راغله او نړیوال مستکبرین مو له خاورې ووتل؛ نو د ابو لهب په څېر ګاونډیانو سره مو ډېر زیات حسابونه شته چې باید توری او سپینی یې وشي او عدالت خپلې پرېکړې وکړي!!
دا جمله د ټول اېران د تباهۍ سبب کېدلای شي؛ «#لږې اوبه راکړئ؛چې وسوځېدم!»
له دوه مخئ ګاونډېانو سره دی
الله ج
حساب وکړئ!او انشاءالله حساب به ورسره کېږئ.
مونږ ته پوکار ده چی اسلام ؤپیزنو څان ؤپېزنو او افغانستان ؤپېزنو. په دی هره ساحه کې متعصېفانه مونږ پاتې ېو.
هو! د الله جل جلاله حساب خو حتمي امر دي، خو اساسي خبره دا ده چې تر مطلق خداي عدالت مخکې موږ په دې نړۍ کې باید له خپل حق څخه دفاع وکړو، او نسبي عدالت د خپل توان په اندازه پلی کړو! پاتې شوه د اسلام او ځان پېژندنه؛ له اسلام او ځان څخه هم پوره او هراړخیزه پېژندنه الحمدلله شته او لرو، یوازینی شی چې نشته دي هغه شجاعت او پاڅون دی. باید د خپلو اسلافو تاریخ او ژوند ته یوه لنډه کتنه وشي.
هو! د الله تعالی د عدالت خو حتمي امر دی پاتې شو زموږ انسانانو نسبي عدالت چې باید په دې نړۍ کې ترسره شي!
سلام نفرین او لعنت دی وی پر هغو کسانو چی په دریاب کی د ډوب کړه سوو او په موټر کی د سوځل سوو مظلومو افغانانو په خوږ نه وی خوږمن سوی. امّا زه د لومړی ځل لپاره ( ممکن اشتباه می کړې وی) د پورته لیکنی د لیکوال نوم په نن ټکی آسیا کی وینم چی ددې معنی به دا وی چی ددې لیکنی شا ته کومه بله انګېزه نغښتې وی او حتی امکان لری دا لیکنه د غربی – صهیونسټی لمنی او ادرس څخه را لېږل سوې وی. همدا څو میاشتی مخکی په هند کی د افراطی ګاؤپرستانو… نور لوستل »
په لومړي ګام کې ښاغلي حضرت صاحب ته سلامونه او نېکي هیلې! فکر کړم زما لیکنه په تېز سرعت سره لوستل شوې ده. د داسې لیکنو چې څو اړخیزه وي باید په ټول دقت او بې پري ډول ولوستل شي، او د سید جمال الدین افغان ددې خبرې حواله او کتاب هم درته ښودلی شم. او عقلا هم دا خبره پوره پر ځای او سمه ده. ځکه ددې خبرې ژوندی مثال همدا نن ورځ کومې پېښې چې ما ذکر کړې دي په ډاګه کوي، هغه داسې چې په امریکا کې د جورج فلویډ د وژنې په پار او له هغه… نور لوستل »
ګرانه وروره انسانان چه دالله دکلام پیروی ونکړی حیوانان اولیوان پربهتردۍ ترکۍ،حفیظ الله امین اونجیب ګوافغانان اوپښتانه ووله ملت سره یی څه وکړل،کرزۍ اواشرفغنی دامریکاپه ملګری له افغان ملت سره څه وکړل اوکوی یی،چه له قرآنه ناخبروی ملاعمردملت سره څه وکړل چه داسلام پرنامه قدرت ته رسیدلۍ هم وو چه دقرآنکریمه ناخبرووتنهاداسلام په نامه الله چاته کامیابی نه ورکوی چه پررالیږلی سوی کلام یی عمل ونه سی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ
محترم عبدالواحد اڅکزۍ صاحب همداسی ده لکه چی تاسی ذکرکړی دی څوک ئي د ملت او کارګرو ، څوک ئي ددیموکراسی او څوک ئي د اسلام تر نامه د اجنبیانو له خوا دا غلامان پر ملت خوشی کړل او ددوی وحشت د۱۹۷۸ کال راپدی خوا تر اوسه روان دی او ختم ئي نه لیده کیږی !
ښاغلی نور رحمن صیب! پسله سلامونو. مخکی لدې چی د اصلی بحث لمنی ته ور ودانګم غواړم یوه څرګندونه وړاندی کړم، زموږ وطنداران ( البته زما په شمول) ځینی کلمات کاروو خو د مفهوم سره ئې بېګانه یو مثلاً همدا د ” صاحب ” یا ” صیب ” کلمه، البته کنداریان لږ لټان او سهل انګار دی ” ساب ” ئې بولی. خوښ به سم ( بده به نه وی ادعا وکړم، خوښ به سو) که یو ورور د صاحب یا صیب یا ساب د کلماتو د مفهوم په هکله لږ توضیح ولیکی. امّا نور رحمان خان ته! ستاسی د… نور لوستل »
ستاسې له نېکې مشورې او حسن نیت څخه نړۍ مننه! تاسې د مسئلې عمق او ژورو ته کوزېږئ پداسې حال کې چې موږ یې سرسري او عاملیده منظر په پام کې نیولی دی، په هر حال؛ فکر کړم دواړه پر حقه یو! یوازې د نظر د وړاندې کولو بڼه مو سره توپير لري. الله تعالی مو د دې حق متابعین وګرځوي.