نظــر

طلوع؛ او (کروت)په خوله افغاني سفیر!

استاد محمد زمان مزمل

یکشنبې چې د طلوع تلویزون چیړمن نطاق په ایران کې د افغاني سفیر ښاغلي لیوال سره یو لنډ تماس درلود په ایران متهم طلوع د خپل خبرنګار په سوال کې د لهجې او عکس العمل هومره درلودل چې د ایران پلوي طلوع پکې پخپلو افغاني سوزیدلو زخمیانو او سیند ته لویدلو مهاجرینو متأثر ښکاریدل پداسې حال کې چې په کابل کې مشهور ژورنالست لیکوال ښاغلي لیوال لهجه او قضاوتونه بلکې ورکړي ځوابونه دومره ساړه وو چې زه یې د طلوع د تلویزون نطاق ته خجالت کړم که څه هم زه په لین کې له دوی سره واقع نه وم ولې په ولاړو پښو مې دغه مرکه اوریدله او د بلا چیړ او تکرار سوالو باوجود سفیر څنګه چې د سوي او ولچک شوي زخمي په وړاندې له عکس العمل او جذباتو فالتو وو په مرکه کې تر هغه زیات سوړ او بې طرفه ښکاریده او داسې ښکارید لکه په خوله کې چې چا ورته کوم کوچانی کروت ایښی وي.

د بلا تکرار سوالو په وړاندې یې همدا ویلې چې تحقیق به وشي، تحقیق روان دی.

جناب سفیر صیب! ته د بحران د مرحلې یو سفیر یې ملت د افغاني ولچک زخمي په وړاندې ستا بې عکس العمل ملاقات هم ولید او نن دې خبرې هم، تا باید سوچ کړی وای چې ستا خبرې خلک اوري د ډپلوماسۍ د پنج بناء نه موقت وتلی وې خپل تأثر او عکس العمل دې ښودلی وائ، که ایرانیانو تاته د سفیر په سترګه کتلي وای نو کم له کمه د شفاخانې خوني ته د ننوتلو مخکې باید ولچکونه له مریض پورته کړي وای، تا باید د هغې ورځې تأثر ملت ته ښودلی وای.

طالبانو تر دې په زیات بحراني حالت کې هئیت حساس او جنګ ته تیار ایران ته ولیږه د هغه ګذارش له معتصم اغا جان واوره.

زاخیلوال هم په پاکستان کې سفیر وو هغه د تورخم په پېښو کې ثابته کړه چې هغه د یو عزیز ملت بااحساسه سفیر و.

اهل قلم خلک ریسرچ کونکي په کتابخانو کې ښه ښکاري، ډاګټر غني ته پکار ده چې د سفارت حساسو مسایلو کې د ملت عزت او روحیه په پام کې ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
A saeed

استاد محترم.
الله ج
خپل دشمنان رسواء کوئ لکه دهغه سړئ ئ چی ملت ته رسواء کړ. دا سړئ که ده غېرت او وقار په نامه څه پئېزنې نو باېد له خپلی دندې استعفا وکړی!خو هېڅ کله نه څکه چی دا سړئ صرف ده خبرو زمرئ ده په عمل کی ئ ټول کړه وړه ده مادېاتو لپاره دی.
الله ج
دی ده افغانستان ټول دشمنان ذلېل او رسواء کړی.
امېن

جميل

ليکونکی د هغه چا څخه د ملت د عزت او د روحيي د پام کولو غوښتنه کوی چی نه هغه پخپله نه يي شاوخوا خلګ او نه يي هم مداحان عزت لری او نه هم روحيه .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx