افغانستان

د طالبانو لخوا نسکوره شوې امریکايي الوتکه ۶ کاله وروسته دولتي ځواکونو ترلاسه کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ادعا کوي، چې د امریکايي ځواکونو هغه بې پيلوټه الوتکه یې له طالبانو څخه نیولې، چې شپږ کاله مخکې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا نسکوره شوې وه.

له نن څخه کابو شپږ کلونه وړاندې د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې طالبانو د بهرنیو ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه په داسې مهال نسکوره کړه، چې په سیمه کې یې د طالبانو د سنګرونو معلومولو په خاطر کشفي  الوتنې کولې.

طالبانو هغه مهال ویلي وو، چې نسکوره شوې الوتکه او د هغې امنیتي کامرې او وسایل یې خپلو خوندي مرکزونو ته انتقال کړي دي؛ خو د ننګرهار ځايي چارواکو بیا ادعاکړې وه، چې طالبانو دغه  الوتکه پاکستان ته انتقال کړې ده.

اوس چې له دغې پېښې شپږ کلونه په پوره کېدو دي او د دولت لخوا د بټي کوټ ولسوالۍ له نیولو هم دوه کاله تیریږي، د ملي امنیت عمومي ریاست رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي امنیت ځانګړې قطعې تیره ورځ د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د د عبدالفتاح (مشهور په پتنګ) په نوم د طالبانو د یو قومندان وسله تون څخه د یو پایې ۸۲ ملي متري هاوان او مرمیو ترڅنګ د امریکايي ځواکونو هغه نسکوره شوې بې پيلوټه الوتکه هم ترلاسه کړې ده.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې ددې الوتکې د ساتنې په تور یې د غلام محمد او روزي خان په نوم دوه تنه نیولي دي، چې په نیول شوو کې یو کس د طالب قومندان عبدالفتاح پتنګ زوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد ظاهر حلمی

دملی امینت او ټولو صوتی اوتصوری رسنیو د بی پلوټ الوتکی په اړه راپورونه خپاره کړه چې د لویدلی الوتکی فزیکی جسم دپاکستان حکومت ته تسلیم کړی دی لدی ځرګندیږ چې ددافغانستان ملی امنیت او (cIA) څاګری اداری دخپلوراټولوشوی معلومات په موثقیت اعتبارنلری لدی راپورڅخه څرګندیږی چې د دوی په زرګونه معلوماتونه په جعل اوتدویر ولاړ دی نه په حقایقو
 
 

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x