افغانستان

طالبانو په زابل کې اته دولتي زندانیان خلاص کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د طالب او دولتي زندانیانو د تبادلې په دوام، تازه طالبانو په زابل ولایت کې اته دولتي بندیان خلاص کړي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي «د بندیانو د خلاصون په سلسله کې نن هم دزابل په ولایت کې د کابل ادارې ۸ تنه عسکر او پولیس د اسلامي امارت له زندان څخه خلاص او خپلو کورنیو ته ولیږل شول. دوی هریوه ته نوې جامې او ۵۰۰۰ افغانۍ دلارې کرایه ورکړه شوه.»

د شاهین په خبره،  د «اسلامي امارت» لخوا د کابل ادارې د عسکرو د خلاصون لړۍ لاهم دوام لري.

دغه زندانیان داسې مهال خلاصېږي، چې د طالبانو د بندیانو چارو کمېسیون اړوند تخنیکي پلاوی په کابل کې شتون لري او د حکومت له لوري هم د طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ روانه ده.

دوې شپې وړاندې حکومت له بګرام او یو شمېر نورو ولایتي زندانونو څخه ۱۷۰ تنه طالب زندانیان خلاص کړل او ادعا یې وکړه، چې د خلاص شویو زندانیانو شمېر درې زره ته ورسېد.

حکومت ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې د پاتې زندانیانو خلاصون د جګړې د شدت په کمولو پورې مشروط شوی.

بل لور ته طالبان وایي، که له توافقنامې سره سم یې ټول پنځه زره زندانیان خلاص شي، دوی تیار دي له افغان جهتونو سره بین الافغاني مذاکراتو ته کېني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx