شعـــــرونه

نه وينم/ جواد مل

جواد مل

ای د سنګر ګله! نور ګلان پر جهان نه وینم
سیال دې د ثواب او د ایمان پر جهان نه وینم

ځکه زه نفلي عمرې ته نه ځمه بنا یمه
کم دا کونډي بوري یتیمان پر جهان نه وینم

زه ها په څلور میاشتې تر هرچا عالم نه یمه
نه یم چي ترځان ټینګ مسلمان پر جهان نه وینم

پیر زیارت خیرات روا لا نه بلکه ضرور بولم
خو هیڅ مددګار بې له سبحان پر جهان نه وینم

دا منم چي خوند کړي کراري او امنيت بيخي
خو د جهاد خوند په هيڅ يو ان پر جهان نه وینم

زما جوادمل غوندي پکي ډېر ورک دي له ځانه سه
ستا د ښایستو سترګو جهان پر جهان نه وینم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x