ورزش

کرونا ویروس؛ د کرکټ نړیوالې شورا د لنډمهالي بدلونونو پریکړه ومنله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د کرونا ویروس بحران ته په کتلو له اوږدو کتنو او ناستو وروسته په کرکټ کې د لنډې مودې لپاره د بېلا بېلو بدلونونه پریکړه ومنله.

په دغه پریکړه کې په لیاړو د توپ نه لمدول، لوبغاړي ته په سرغړونو سزا، د خپل هېواد لوبڅار کارول، په ریویو کې زیاتوالی، په ټیسټ لباس کې اعلانونه زیاتول او د لوبغاړو ادلون بدلون شامل دي.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا منل شوي اصول په لاندې ډول دي:

لومړی: په ټیسټ کرکټ کې توپ اچونکی نشي کولی په لیاړو توپ لوند کړي، که څه هم دا د توپ اچونکي لپاره زیات اړین دی خو نړیواله شورا وایي د لیاړو پرځای به ددې لپاره بل بدیل استعمالیږي.

په هره پاڼۍ کې به لوبغاړي ته په سرغړونه دوه خبرداري ورکول کیږي، او د زیاتو سرغړونو پرمهال به د توپ وهنې لوبډلې ته وړیا ۵ منډې ورکول کیږي. دا هغه مهال کله چې لوبغاړی له دوه وارو زیات توپ په لیاړو لوند کړي.

دویم: د ریویو اخیستل به په ټیسټ کې له دوو څخه درې او په یو ورځنیو او شل اوریزو کې له یوې څخه دوو ته بدل شي، یوه لوبډله به وکولی شي په یوه اننګز یا پاڼۍ کې د پخوا په پرتله یوه اضافي ریویو واخلي. دا پریکړه ځکه شوې چې هره لوبډله کولی شي د بې طرفه لوبڅارانو پرځای د خپل هيواد له لوبڅارانو د هر ډول نړیوالو لوبو لپاره ګټه پورته کړي ترڅو د سفر او لوژيستيکي چيلينجونو مخنيوى وکړي.

دریم: لوبډله کولی شي د ټیسټ لوبو په لباس تر ۳۲ انچه د اعلاناتو لوګو ولګوي، چې په مرسته به یې لوبډلې وکولی شي د سوداګریزې ګټې راوړلو کې مرسته وکړي، ځکه چې د کرکټ بورډونو د کرونا وبا څخه ډیر اقتصادي زیانونه پورته کړي دي.

څلورم: لوبډله کولی شي د دریم لوبڅار (ریفري) په پریکړه د لنډې مودې لپاره لوبغاړي بدل رابدل کړي، دا پریکړه ددې په خاطر شوې چې یو لوبغاړی د ډیرې مودې لپاره په لوبغالي کې پاتې نشي، دغه پریکړه له یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو مستثنی ده.

ددې سربېره د کرکټ نړیوالې شورا په ناسته کې د شل اوریزو نړیوال جام په کېدلو یا لغو کېدلو پریکړه راتلونکې میاشت کیږي، تر څو په نورو اپشنونو غور وکړل شي.

د یادونې وړ ده چې ویسټ انډيز لومړۍ لوبډله ده له نږدې دوه نیم میاشتني ځنډ وروسته یې انګلستان ته سفر وکړ، دوی به د نوي اصولو او د بندو دروازو ترشا په جولایي میاشت کې ټيسټ سیریز ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x