نړۍ

ویکي لیکس: چین، امریکایانو ته د خپل فوځ د اکمال لاره نه وه ورکړې

us_embassy_in_chinaنن ټکی آسیا: د ویکي لیکس په یو تازه انکشاف کي ویل سوي چي امریکایانو د چین څخه غوښتي وه، تر څو دوی وکولای سي د چین د لاري افغانستان ته خپل د فوځیانو لپاره سامان او اکمالاتي مواد ورسوي، خو چین د هغوی په جواب کي ویلي وو، چي دوی یوازي غیر جنګي سامانونو ته اجازه ورکولای سي، چي د چین له لاري افغانستان ته انتقال سي، خو د جنګي نه.

د ویکي لیکس په وینا په ۲۰۰۹ کې د امریکې وزارت خارجه خپل د بیجنګ سفارت ته لیکلي وه،

چي د چیني حکومت څخه باید ددغه کار لپاره رسمي غوښته وکړي پر دغه لیک باندي خپله د امریکې د وزیري خارجه لاسلیک هم وو.

خو د درو ورځو وروسته د امریکا وزارت خارجه د خپل سفارت څخه جواب تر لاسه کړ، چي په کښي ویل شوي وه، چي چین د امریکايانو پر غوښتني خپله رضامندي وښودله، خو وعده يې نه ده کړې.

ددې تر مخه د ځینو امریکايي رسنیو په وینا چین امریکې ته اجازه ورکړې وه چي یوازي د خوراک، څښاک او نور غیر جنګي مواد د چین له لاري افغانستان ته لیږلی سي، خو جنګي سامانونه نه شي لیږلی.

امریکا چي په افغانستان کي دا مهال تر یو لک زیات فوځ لري، خپل د فوځ د اکمال سره په سختو ستونزو کی را ګیر ده، ځکه چي ددغه غټ فوځ د اکمال لپاره د پاکستان لاره تر ټولو اسانه او ارزانه ده، خو په پاکستان کي د امنیت نه شتون له کبله هغوی غواړي چي د اکمال نوري لاري ولټوي، چي یوه يې هم د چین لار، او د افغانستان شمالي بندرونه دي، چي د روس تر اثر رسوخ لاندي جمهوریتونه په کښي شتون لري، چي اوس يې په همدې کار پیل کړی خو هغه لاره، که د یوې خوا ډیره په ګرانه امریکایانو ته تمامیږي، د بلي خوا مجبورا هغوی د روس او ددغو هیوادونو د زیاتو غوښتنو سره هم مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x