افغانستان

د کاپيسا د امنیه قومندان جنرال فرید مشعل ورور په کندهار کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ غبرګولي، ۱۳۳۹ل): ناپيژاندو وسله والو لږه شېبه وړاندې د کندهار ښار ۳ امنیتي حوزې بای پاس سیمه کې د ددې ولایت امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د کنترول منطقوي آمر څارنمن محمدنسیم اعتبار وژلی او تښتېدلي دي.

د کندهار امنیتي چارواکي ددې پېښې په تایید سره وايي، چې پېښه یې تر جدي څېړنې لاندې نیولې او د بریدګرو د نیولو هڅې روانې دي.

څارنمن محمدنسیم اعتبار د غزني د پخواني او کاپیسا د اوسني امنیه قومندان جنرال فرید مشعل ورور او د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال رازق له نیږدې ملګرو څخه ګڼل کېده، چې له تیرې څه مودې راهیسې د یې کندهار په امنیه قومندانۍ کې د جنايي جرمونو د منطقوي کنترول د آمر په توګه دنده ترسره کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Popal

Allah di barakat har cha chi da kaar karai da genral raziq rooh ba ye qabar khafa karai wi au hagha 17000 shaheedan chi da raziq na mardana dawl Pa shadat raswal shawi wa da haghoi da kor aaza Ba der khushala wi tar laso mo jaar sham da watan asli zamano

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx