افغانستاند سولې څار

خلیلزاد: د بندیانو تبادله نوي او مهم پړاو ته رسېدلې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د بندیانو د خلاصو پروسه مهم او نوي پړاو ته داخله شوې او په کار ده چې دغه بهیر دوام ومومي.

زلمي خلیلزاد دا څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې تیره ورځ د کابل ادارې مشر ډاکټر غني د انلانتیک شورا آنلاین غونډې ته د وینا پرمهال په نیږدې وخت کې د پاتې ۲۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصون خبر ورکړ او ورپسې طالبانو د نوموړي له دغه اعلان څخه د هرکلي ترڅنګ وویل، که چیرې د توافقنامې سره سم ددوی ۵۰۰۰ بندیانو پروسه تکمیل شي، طالبان به د یوې اونۍ په جریان کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره تیار اوسي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد په خپل تازه ټویټ کې ټینګار کړی، چې د بندیانو تبادله باید دوام پیدا کړي او په وړاندې یې خنډونه لرې شي.

خلیلزاد دغه راز د طالبانو د هغه اعلان څخه هرکلی کړی، د کوم له مخې چې طالبانو په د بندیانو د خلاصون په صورت کې د یوې اونۍ دننه بین الافغاني مذاکراتو ته د چمتووالي په اړه کړی وو:

«موږ د طالبانو د دې بیان او سپیناوي هرکلی کوو چې د بندیانو د خلاصون د ژمنې په یوه اونۍ کې، چې زموږ په توافقلیک کې ذکر شوې، به په بین الاافغاني مذاکراتو کې ګډون وکړي.‌ که څه هم ګڼ عملي جزئیات هواري ته اړتیا لري، دا ټول پرمختګونه ډیر مثبت دي.«

د بین الافغاني مذاکراتو موخې د نیږدې کېدو په هکله خلیلزاد په ټولو افغاني خواوو غږ کړی، چې باید ددغې پروسې د کامیابۍ لپاره خپل استازي ژر تر ژره آماده کړي او د سولې دښمنانو ته اجازه ور نه کړي، څو د افغان ولس هیلې او ارماونه وغولوي: «موږ د بین الافغاني مذاکراتو هدف ته له پخوا هر وخت ډیر نږدې یو. ټولې خواوې باید د مذاکراتو میز ته د ژر تر ژره ورتلو لپاره کار وکړي او ورانکاري پرې نږدي چې بهیر تضعیفه کړي او د سولې لپاره د افغان خلکو هیلې او ارمانونه وغولوي.»

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد په داسې مهال د بندیانو د خلاصون او بین الافغاني مذاکراتو په هکله هیله بښوونکې څرګندونې کوي، چې طالبانو تیره ورځ په میدان وردګو او غزني ولایتونو کې شاوخوا ۷۶ تنه  دولتي بندیان آزاد کړل او ترڅنګ یې اعلان وکړ، که د توافقنامې مطابق ددوی ۵۰۰۰ بندیان خوشې شي، نو دوی چمتو دي، چې په یوې اونۍ کې دننه بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

خليلزاد خوارکی خو ډيره پټه او پڅه هڅه وکړه چی خپلو بی اعتباره او رټل سوی غلامانو ته څه اعتبار ور په برخه کړی او د طالبانو سره يي مخامخ کړی خو ګټه يي ونکړه او يو واری بيا يي خپل غلامان له ځانو سره په شرمو وشرمول او مجبوره سو چی پخوا غوندی د خپلو غلامانو نوی سری کرښی بيا ور ناچلی او نور يي هم بيعزته کړی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x