شعـــــرونه

ښکلا چې پرې تمامه ده د حُسن چې پرې حَد دی

هاشم سادات

ښکلا چې پرې تمامه ده د حُسن چې پرې حَد دی
هم هاغه زمونږ ښکلی پیغمبر ﷺ دی محمد ﷺ دی

دا زیری رب ورکړی و عیسی ته په تورات کې
راځي به یو نبيﷺاخر زمان نوم یې احمد ﷺدی

په خوله یې د الله د وحدانیت دغه نعره وه
احد دی رب صَمَدٌ دی لَمٌ یَلِدٌ وَلَمٌ یُولّد دی

دا څومره مبارک یتیم بې بي حلیمي را ویست
راتلو سره یی کور کې د برکاتو یو امد دی

د مینې انتها ده چې په سرو سکورټو پروت دی
بلال وائي په چیغه رب احد دی رب احد دی

ناکامه په دنیا او اخرت دي هغه خلک
ساتلی چې په زړه کې چا حضور سره حسد دی

هاشمه ! چې سردارِ دوجهان لاړ له دنیا نه
نو پاتي به بل څوک شي بې له ربه چې ابد دی
ــــــــــــــــــــــــــ
هاشم سادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx