افغانستان

طالبانو د دیني عالمانو«ځنځیري» وژونکو ته خبرداری ورکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): طالبانو د کابل ښار په شیرشاه سوري مسجد کې نننۍ شکمنې چاودنې غندلو ترڅنګ په هېواد او ځانګړي توګه کابل ښار کې د دیني عالمانو «ځنځیري» وژونکو ته خبرداری ورکړی، چې د هرې پېښې «حساب کتاب» به ورسره کیږي.

په هغه اعلامیه کې چې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته استول شوې، د شیرشاه سوري مسجد د ملا امام مولوي عزیزالله مفلح «شهادت» ستر جنایت بللی او هغه ته یې د مقبول شهادت دعا کړې ده: «اسلامي امارت یاده وژنه په ترټولو سختو ټکو غندي، سترجنایت يې بولي او نوموړي ته د شهادت د قبلیدو دعا کوي.»

طالبان وايي، د دیني عالمانو «ځنځیري قتلونه» په داسې مهال ترسره کیږي، چې افغان ولس د سولې په لور ګامونه اخلي، ځکه په خبره یې د«دښمن استخباراتي» ارګان د علماوو له کردار څخه د ویرې په خاطر غواړي داسې کړنې ترسره کړي: «د دښمن استخباراتي ارګان چې د علماء کرامو له رول څخه ویره لري، غواړي په داسې وژنو سره هغه مخور او ځیرک علماءکرام له مخې لرې کړي کوم چې ولس او په خاص ډول ځوانان د دین په جذبه او د ازادۍ په روحیه تربیه کوي.»

په اعلامیه کې د وزیراکبرخان مسجد د خطیب دوکتور محمدایاز نیازي شهادت او نورو عالمانو هدفي ترورونو ته په اشارې سره په «دښمن» لوري تور لګول شوی، چې د سولې پروسې پر وړاندې د خنډ ایجادولو او ویرې ترهې خپرولو په خاطر دغه کړنې ترسره کوي.

طالبانو ددې ترڅنګ چې ددغو پېښو عاملینو سره د حساب کتاب خبرداری ورکړی، دیني عالمانو ته سپارښتنه کړې، چې خپل امنیت ته متوجه اوسي: «بلې خواته موږ په علماء کرامو هم غږ کوو چې خپل امنیت ته متوجه و اوسئ، ځکه ستاسو د فکر او عقیدې دښمنان ډیر مکار او سخت زړي دي، له هیڅ ډول وحشت او جنایت څخه مخ نه اړوي.»

باید وویل شي چې نن د جمعې د لمانځه پرمهال د کابل ښار څلورمې کارتې په شیرشاه سوري جامع مسجد کې د شکمنې چاودنې له کبله د جومات ملا امام مولوي عزیزالله مفلح او د هغه د دوه ځامنو په ګډون ۳ تنه لمونځ کوونکي «شهیدان» شول، کومه پېښه چې د طالبانو په ګډون د هېواد ټولو سیاسي او جهادي شخصیتونو وغندله او دا کار یې د اسلام د دښمنانو کار وباله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

بسم الله الرحمن الرحیم
خلک خو باید کرار ون کینی، ترسو چی غنی، محب، اتمر، خالد او ارغندیوال په دار زورند کری نه وی، باید چی آ رام ونه کشینی. یا الله یامنتقم یامقدم!

احمد

انا الله وانا الله راجعون الله تعالی دې شهادت قبول کړي د دین دښمنان دې تباه کړي د کابل فاسده اداره دا کار کوي دا له شکه وتلې خبره ده

جمیل

انا لله و انا الیه راجعون ، جنتونه دی نصیب سی . دا بیهمته غلام منافقین تر اوسه پدی نه پوهیږی چی د هر عالم او هر مجاهد شهادت لس نور زیږوی او تر هغه ډیر . د دی شریرو ګمراهانو د کمونسټانو د وخت د عالمانو د وژلو سلسله هیره ده چی پای یی د دوی د آخری او تر ټولو وحشی مشر نحیب ګاو په دار تمامه او ورکه سوه . ستاسو غلامانو هم همدا آخری د خرو لغتی دی ، لاره درڅخه ورکه ده ، د بادارانو په امر مو رنګارنګ سری کرښی ترسیم کړلی خو بیرته… نور لوستل »

جلال
Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx