
نن ټکی آسیا: د پکتیکا والي محب الله صمیم د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم له لوري خپرې شوې تلیفوني خبرې جعلي ګڼلي او ویلي يې دي چې د ټولټاکنو پروسه باید په جعلي غږونو زیانمنه نشي.
ښاغلی صمیم زیاتوي چې نه یې د چا په ګټه او زیان يې کار نه دی کړی، بلکې دی خپل اصل ته ژمن پاتې شوی.
تيره ورځ له غرمې وروسته د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې ډلې د يوې غونډې په ترڅ کې ځينې صوتي ټيلفوني غږونه خپاره کړل.
پدې خپرو شويو غږونو کې يوه ټيلفوني اړيکه د پکتيکا والي محب الله صميم او د ټولټاکنو خپلواک کميسيون د دارالانشا پخواني مشر ضياالحق امرخېل ته منسوبېده.
په دغو تلیفوني خبرو کې د پکتیکا والي محب الله صميم د ټاکنو د کمېسیون د دار الانشاء رئیس ته وايي چې په سایټونو او کميسیون کې يې خپل کسان ګمارلي دي او له هر څه باید مطمئن شي.
د اصلاحاتو او همپالنې ټیم تر دې دمخه هم ۲ نور غږیز کلیپونه چې امرخیل، عبدالمجید خوګیاڼي او د تحول او تداوم د ټیم د غړو تر منځ شوې وې، خپرې کړې وې.
ډاکتر عبدالله وايي چې په ټاکنو کې پراخه درغلۍ شوي او تر هغې دده ټیم ته پایلې د منلو نه دي، څو درغلیزې رايې د پاکو او شفافو رایو څخه بېلې شوي نه وي.