افغانستانسولې اړوند خبرونه

کرزي بین الافغاني مذاکراتو ته د طالبانو له چمتووالي هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت پخواني مشر «حامد کرزي» بین الافغاني مذاکراتو ته د  طالبانو چمتووالی ستایلی او د هیواد د خلګو په خیر یې بللی.

د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي « د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د طالبانو د اسلامي تحریک د پرونۍ اعلامیې، چۍ په کې د بندیانو له خوشې کېدو خوښي څرگنده شوې او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره چمتووالی ښودل شوي، هرکلی کوي او د هېواد او خلکو په خیر یې بولي.»

کرزي ددې تر څنګ د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړی، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره هڅې ګړندۍ کړي،  تر څو تل پاتې سوله او ثبات په هېواد کې ټینگ شي او د افغانستان خلک وکولای شي د ورورگلوۍ او سولې په فضا کې خپل سرنوشت په خپله وټاکي.

کرزی دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې تېره ورځ د کابل حکومت د مشر «اشرف غني» له لوري د پاتې دوه زره طالب زندانیانو د خلاصون له خبر ورکولو وروسته طالبانو وویل، که له توافقنامې سره سم یې پنځه زره زندانیان خلاص شي، دوی تیار دي د یوې اوونۍ دننه بین الافغاني مذاکرات پيل کړي.

بل لور ته حکومت هم وایي، مذاکرات ټيم یې له طالبانو سره خبرو ته تیار دی او په تېرو څو ورځو کې د غني او خلیلزاد تر منځ د یادو خبرو د جزئياتو په اړه بحثونه شوي.

د حکومتي سرچینو له قوله، تر دې دمه د مذاکراتو د پیل کره نېټه او ځای څرګند نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

کرزی کوشش کوی چی ځان مطرح کړی او یو وار بیا د ارګ په چوکی لوبی وکړی. خو الله دی داسی یو قوی حکومت راولی چی کرزی سره یی هم فیصله وکړی.

پیر محمد

بین الافغانی مذاکراتو د طالبانو دچمتووالی هر افغان هرکلی کوی، زه هم په خپل وار ددغه نیک اقدام هرکلی کوم ، امید لرم چی زموږ سیاسی مشران به روانه کشاله دخبرو اترو له لاری حل او فصل کړی، که یوځل افغانانو خپل منځی اختلافات یوی خواته کړل یقین لرم چی په کمه موده کی به خپل وطن اباد او سمسور کړی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x