افغانستان

خوست: وسله وال برید کې د حزب اسلامي یو غړی له اووه نورو کسانو سره یو ځای وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د خوست ولایت په علیشرو ولسوالۍ کې د وسله وال برید په مهال د حزب اسلامي د ولایتي مسئول په ګډون نهه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د خوست د والي ویاند «طالب منګل» هم پېښه تائيدوي او وایي، تېره شپه علیشرو ولسوالۍ کې د حزب اسلامي غړی او ولسي جرګې ته پخوانی نوماند «عبدالولي اخلاص» له اتو نورو کسانو سره یو ځای وژل شوی.

د منګل په خبره، په برید کې یو تن ټپي شوی هم دی او د پېښې د څېړلو لپاره سیمې ته یو پلاوی لېږل شوی.

تر دې دمه د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x