لیکنېنظــر

بین الافغاني مذاکرات ، هیلې او ننګونې!/لومړۍ برخه

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

ليکوال او سياسي شنونکی عبدالرحيم ثاقب
ليکوال او سياسي شنونکی عبدالرحيم ثاقب

د کمکي اختر په مناسبت د طالبانو لخوا دری ورځني اعلان شوي اوربند او په مقابل کې یې د ولسمشر غني د ۱۰۰۰ تنه طالب بندیانو خوشي کولو اعلان په تدریجي ډول د بین الافغاني مذاکراتو شونتیا ته هیله مندي زیاته کړه.

د تیر کال د کب په لسمه په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړې په سوله ییزو پړاوونو کې د بین الافغاني مذاکراتو هغه یې تر ټولو ستونزمن او جنجالي پړوا دی.

په طالبانو او امریکا پوري مربوطو موضوعاتو طرفینو ( طالب ـ امریکا) د یوه کال په ترڅ کې یولس ځله مذاکرات وکړل چې ځینو ناستو یې تر دوو اوونیو هم ډیر وخت واخیست.

سره له دې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په مذاکراتي بهیر کې مورد بحث موضوعات د بین الافغاني مذاکراتو هغو ته نسبتا ساده او آسانه وو.

ځکه په هغو کې تر ټولو اساسي موضوع د امریکایانو لخوا د افغانستان د اشغال پایته رسول او د طالبانو لخوا هغوی ته ډاډ ورکول چې افغانستان به بیا د امریکایانو او د هغوی د متحدینو خلاف نه کارول کیږي.

خو په بین الافغاني مذاکراتو کې به د دائمي اوربند په شمول د نظام د نوعیت ، اساسي قانون تعدیل ، په سیاسي واک کې د ښځو مشارکت ، مطبوعاتي آزادي او نور ډیر پیچلي تقنیني او حقوقي موضوعات شامل وي.

ولي ستونزمن او جنجالي پړاو؟
د طالبانو او بین الافغاني جهتونو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو پړاو به ځکه ستونزمن او جنجالي وي چې د تیرو څلورو لسیزو جګړو، دښمنیو ، وهلو او ټکولو له امله له بده مرغه د افغانانو ترمنځ د تفاهم فرهنګ بلکل له منځه تللی.

افغانان اوس په هرڅه کې د زور، تغلب او په ځیني حالاتو کې د تطمیع پر فرهنګ روږدي شوي دي.
دا واقعیت په دري ځله ولسمشریزو ټاکنو او همدا راز د ولسي جرګې د مشر په تعین کې عملا و لیدل شو او که د بهرنیانو مداخله او فشار نه واي ، ښايي تر اوسه هم د ولسمشرۍ او هم د ولسي جرګې د ریاست پر سر لانجه همداسې ناندرییزه پاتې وای.

د طالب ـ امریکا او بین الافغاني مذاکراتو ترمنځ توپیرونه

اوسنی بین الافغاني مذاکرات د طالبانو او امریکا له مذاکراتو سره هم له تشکیلاتي او هم له موضوعاتي لحاظه اساسي توپیرونه لري.

لومړی: تشکیلاتي توپیرونه
الف: د طالبانو او امریکا ترمنځ په مذاکراتو کې برخوال لوري محدود وو ، صرف طالبان او د امریکا متحده ایالات ، چې هر لوري د خپلو مربوطه قضایاوو په اړه بشپړ صلاحیت هم درلود.

خو په بین الافغاني مذاکراتو کې د طالبانو مقابل لوری د یوه جهت پرځای متعدد جهات دي چې د مربوطه قضایاوو په اړه یې د هرجهت لید لوری له جانب مقابل سره توپیر لري.

ب: په بین الافغاني مذاکراتو کې ډیری داسې مهم موضوعات شته دی چې د طالبانو مقابل لوری ښايي د خپل محدود صلاحیت له مخې ورکې د نهايي پریکړې صلاحیت هم و نه لري.

ج: په پخواني مذاکراتي بهیر کې طالبان د امریکا په مقابل کې ټول تر یوه قیادت لاندې د یوه واحد نظر لرونکي وو، خو بین الافغاني مذاکراتي بهیر کې د طالبانو مقابل لوری د یوه واحد قیادت په ځای له متعددو ادرسونو معرفي شوي اشخاص دي چې طبعا په مذاکراتي اجندا کې د نیول شویو مضوعاتو په اړه به یې نظرونه او مواقف هم سره بیل وي.

دوهم: موضوعاتي توپیرونه
الف: د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکراتو کې مورد بحث موضوعات ټول سیاسي او امنیتي موضوعات وو چې تر ډیره ور کې د مسلکي کسانو شتون ته اړتیا نه لیدل کیده، خو په بین الافغاني مذاکراتو کې ډیری موضوعات مسلکي دي چې د هغو بحث او څیړل هم مسلکي متخصصینو ته ضرورت لري.

مګر له دواړو لورو ( طالبانو او افغاني جهتونو) څخه د یادو مذاکراتو لپاره تعین شوی افراد ډیری د سیاسي او تنظیمي انتماآتو په اساس تعین شوی چې ښايي له مسلکي لحاظه د هماغو پیچلیو موضوعاتو د بحث کولو مسلکي وړتیا ونه لري.

ب: د طالبانو او افغاني جهتونو ترمنځ د موضوعاتو په اړه فکري اختلاف.

د موضوعاتو پر سر فکري اختلاف په دې معنی چې مورد بحث موضوع هر لوری د خپل فکر له مخې تحلیلوي.
مثلا طالبان او افغاني جهتونه دواړه له فکري پلوه له اسلامي نظام نه بیل، بیل تعبیر لري.

دا چې د افغانستان خلګ په تیره د بین الافغاني مذاکراتو ټول ګډونوال مسلمانان دي نو هیڅوک هم د نظام له اسلامیت سره هیڅ ډول نزاع نه لري، خو هغه څه چې د نزاع وړ دي هغه د اسلامي نظام نوعیت دی چې طالبان یې پر امارتي طرز او مقابل لوری یې پر جمهوري هغه ټینګار لري.

له ماهیتي لحاظه د امارت او جمهوریت ترمنځ بون شاسع دی او متقارب ماډل یې هم د نړۍ په شته مروجه نظامونو کې شتون نه لري.

د قانون اساسي تعدیل د نظام په نوعیت پوري تړلې موضوع ده او تر څو چې د نظام نوعیت نه وي فیصله شوی د اساسي قانون په اړه هیڅ پریکړ نشي کیدای.

ج: د طالبانو او امریکا ترمنځ مورد بحث موضوعات محدود او په بین الافغاني هغه کې ډیر زیات دي چې طبعا به ور باندې ډیر بحث کیږي او په ډیر بحث به ډیر وخت تیریږي.

څرنګه کولای شو بریالي بین الافغاني مذاکرات ولرو؟
نور بيا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x