نړۍ

د ای این پي مشر حاجي عدیل د بی عزتی وروسته د امریکا د سفارت په پروګرام کي ګډون ونه کړ

hajee_adeel15نن ټکی آسیا: د ای این پي مشر حاجي عدیل په اسلام اباد کي د امریکايي سفارت څخه په داسي حال کي ولاړی چي سخت غوصه وو، او نه يې غوښتل د امریکا په سفارت کي چي کوم پرواګرام جوړ شوی وو، شرکت وکړي.

نومړي چي دغه سفارت ته د یو پروګرام لپاره ور وغوښتل شوی وو، وروسته تر هغه په غوصه شو، چي د سفارت ساتونکو نومړي ته وویل چي د خپل موټر څخه کښته سه، او د پروګرام تر ځایه پر پښو ولاړ سه.

نومړي دا خپل توهین وباله، او د سفارت په پروګرام کي يې د ګډون څخه ډډه وکړه.

هغه وروسته وویل چي د سفارت په دروازه کي ساتونکو ده ته وویل چي ستا موټر سفارت ته د ننوتلو خاص سټیکر نه لري، ځکه ته به پیاده ځي، موټر دي اجازه نه لري.

حاجي عدیل زیاته کړي چي امریکايي سناتوران چي پاکستان ته راځي، نو د پاکستان صدر او وزیر اعظم د هغو ډیر عزت کوي، خو امریکايان خپل سفارت ته د پاکستان سناتوران را غواړي، او بیايي بې عزتي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x