افغانستان

غور کې ۷ تنه پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): امنیتي چارواکي وايي، د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د وسله والې نښتې پرمهال ۷ تنه پولیس وژل شوي دي.

د پسابند ولسوالۍ امنیه قومندان فخرالدین ددې خبر په تایید سره وايي، طالبانو تیره شپه ددې ولسوالۍ په «آبک» سیمه کې د پولیسو په پوستې ډله ییز برید کړی، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، په دغه نښته کې ۷ تنه پولیس وژل شوي، یو ټپي او یو بل تن د پوستې له وسلواو مهماتو سره یوځای طالبانو ژوندی نیولی دی.

قومندان فخرالدین دغه راز ادعا کړې، چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اووښتې؛ خو دقیقه شمېره یې ورته معلومه نه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x