افغانستان

ناڅرګندو وسله والو په تخار کې یو دیني عالم وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز امنیتي مسئولین وايي، د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې یو دیني عالم او د جامع جومات خطیب د ناڅرګندو وسله والو لخوا وژل شوی دی.

د تخار د والي ویاند جواد هجري نن د شنبې په ورځ(۲۴ غبرګولي) رسنیو ته ویلي، دا پېښه تیره شپه د چاه آب ولسوالۍ په خلیان سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې ناڅرګندو وسله والو د «خلیان» جامع جومات خطیب او دیني عالم مولوي عین الله باندې برید وکړ.

نوموړی زیاتوي، په دغه برید کې مولوي عین الله ځای پرځآی«شهید» کړی شوی او برید کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي، چې د نیولو هڅې یې روانې دي.

تراوسه دا څرګنده نه ده، چې مولوي عین الله د چا لخوا او ولې په نښه شوی؛ خو دا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دویم دیني عالم دی چې په افغانستان کې په مرموزه توګه  خپل ژوند له لاسه ورکوي.

پرون د جمعې په ورځ(۲۴ غبرګولي) د کابل ښار ۴ کارتې سیمه کې د شیرشاه سوري جامع جومات خطیب مولوي عزیز الله مفلح له خپلو ۲ زامنو سره یوځای په یوه شکمنه چاودنه کې ووژل شول، د کومې له امله چې د طالبانو په شمول ګڼو سیاستوالو او بهرنیانو دغه برید غندلی او د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نور عبدالله

انا الله و انا الیه راجعون الله پاک دی دغه شهید عالم ته او مولوی عزیز مفلح او داکټر ایاز نیازی ته جنت الفردوس په نصیب کړی او د دوی کورنیو ته عظیم اجر او ثواب ورپه برخه کړی. رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو مبارک حدیث کی فرمایی چی: د قیامت د علامو څخه یوه هغه علامه ده چی د دین علم به د ځمکی له سره د علماو په وژل کیدو سره پورته شی او جاهله کم عقله انسانان به د خلکو زعیمان وګرځی. نن مونږ د سر په سترګو وینو چی هغه تکړه ددین ربانی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx