افغانستان

لوګر کې لسګونه دولتي امنیتي ځواکونه طالبانو ته ورغلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته  د دولتي کارکوونکو او امنیتي ځواکونو د تسلیمۍ د لړۍ په دوام تازه د لوګر ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې لسګونه دولتي عسکر او پولیس د “حقائقو په درک کولو” له طالبانو سره یو ځای شوي.

د طالبانو ویاند “ذبیح الله مجاهد” په دې اړه په یوه لنډ پیغام کې لیکلي “د لوګر ولایت مرکز، محمداغه او برکي برک ولسوالیو په مربوطاتو کې دکابل ادارې ۲۶ تنه عسکر او پولیس د حقائقو په درک کولو او د دعوت او ارشاد مسئولین په هلو ځلو سره له خپلو دندو لاس په سر او مجاهدینو ته راغلل.”

د مجاهد په خبره، د دعوت او ارشاد مسئولینو د تازه راغلیو کسانو هرکلی کړی.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک او د مخالفت پرېښودو په صورت کې دولتي کارمندانو ته د طالبانو د مشر له لوري  د عمومي بښنې تر اعلان وروسته له طالبانو سره د امنیتي ځواکونو او حکومتي کارکوونکو د یو ځای کېدو لړۍ په بېساري ډول چټکه شوې.

د طالبانو له لوري د خپرو شویو شمېرو په اساس، همدا تېره میاشت کې ۹۳۴ دولتي امنیتي ځواکونه او کارمندان له طالبانو سره یو ځای شوي.

طالبان هغوی ته د تازه ور اوښتو کسانو دروند هرکلی کوي او د سر او مال د خوندیتوب ډاډ ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د بدخشان د طالبانو عکسونه مو یښی دی وایی لوګر لس ګونه کسان طالبانو ته ورغلی بد یی کړی. د طالبان حالت او لوږه وګوری بسته په شامزار و سجاوند کی وچه ډودی نه بیدا کیږی ته حکومتی کسان ورولی. بیا پدی د کرونا وخت کی. یو څه ریښتیا ووایی چی د باور وړ یی.

مجاهد

د خپلواکانو( طالبانو ) اړخ [که څه هم به زندانو، زولنو اوشکنجو کی وی ]د غلاماهو تر اړخ ( حتی که په کریملین ، ګلخانی او سبینو ماڼیوی ) کی وی ، ډیـــــــــــــــــــر شـــــــــرف لری .
په ځانګړی ډول طوطی صاحب په اړه همدا متل بسنه کوی چه وایی
[[ زه د ادی مزدوره او ادی د کلی مزدوریه ]]

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x