د نن سرلیکنه

کابل ښاریان باید د خپلو علماوو امنیت تأمین کړي!

نن ټکی اسيا سرليکنه

په تیره یوه اوونۍ کې په کابل ښار کې دوه تنه مشهور دیني عالمان یو په بل پسي په خپلو مسجدونو کې و وژل شول.

لومړنی عالم د وزیر اکبرخان جامع مسجد خطیب دوکتور محمد ایاز نیازی او دوهم یې د کابل ښار کارته ۴ سیمې د شیرشاه سوري جامع جومات خطیب مولوي عزیز الله مفلح و چې تیره ورځ د جمعې لمانځه په مهال له خپلو دوو زامنو سره یوځای د مسجد په داخل کې د یوې چاودنې په وسیله ووژل شو.

یادو علماوو د کابل ښار د خلګو په زړونو کې د خپلو دیني موعظو، اصلاحي بیانیو او د اشغال د اخلاقي او سیاسي مفاسدو د بربنډولو له امله ډیر محبوبیت تر لاسه کړی و.

سره له دې چې هغوی د کابل ښار دننه د کابل حکومت تر ولکې لاندې ساحه کې اوسیدل خو په خپلو دعوتي او اصلاحي بیانیو کې یې ټول هغه مفاسد چې د اشغال تر سیوري لاندې په ولس او ټولنه کې تر سره کیږي په کلکه غندل او په ځینو حالاتوکې به یې د منبر پر سر د هغو خلاف بیانیې ورکولې.

کوم ویډیويي کلیپونه چې له نوموړو علماوو څخه په خواله رسنیو کې پاتې دي، له هغو نه په ښکاره ډول د اشغالګرو او د هغوی د مفاسدو خلاف د دوي دعوتي مقابله او مبارزه ښکاریږي.

د ۱۳۹۳ کال د عقرب د میاشتې په نهمه نیټه ۵۶۰ نمبر صادر شوي مکتوب کې چې طلوع تلویزون د امنیت ملي او حج اوقافو وزارت په ادرس لیږلی د طلوع تلویزون اداره له شهید مولوي مفلح څخه شکایت کوي چې د یاد ټلویزن د ځینو (غیر اخلاقي) خپرونو په خلاف تبلیغ کوي او د دوی په وړاندې د خلګو کرکه را پاروي.

د همدي حق ویونکو داعیانو همدا دعوتي خدمت و چې دوی یې له امله د مسجدونو په منځ کې په نښه او کابل ښاریان یې له اصلاحي موعظو څخه د تل لپاره بي برخې شول.

د عالم وژلو دغه خطرناکه لړۍ چې د معلوم الحاله حلقاتو لخوا پیل شوې تنها په ډاکټر محمد ایاز نیازي او مولوي مفلح نه ختمیږي ؛ بلکې هر هغه څوک به پکي په نښه کیږي چې د اشغال او اشغال پلوي نظام خلاف غږ پورته کوي.

لهذا کابل مسلمان ښاریان او د همدي اصلاحي دعوتګرانو مینه وال باید تر دې وروسته د خپلو علماوو او مساجدو په امنیت ساتلو کې په خپله اقدام وکړي؛ ځکه د امنیتي ځواکونو په نوم ساتونکي هغه څوک دي چې د همدې علماوو له قاتلینو سره په ګډه د هغوي د وژنې پلانونه طرح او بیا یې د دوي په مرسته عملي کوي.

د کابل حکومت د امنیتي ځواکونو ترکیب چې له بلک واټر، داعش، خپل سري توپکوالو او تنظیمي بدماشانو څخه جوړ شوي اصلي ماموریت یې د هغه چا له منځه وړل دي چې د دې فاسد او مختلف الاضلاع ترکیب د کړنو خلاف غږ پورته کوي.

لهذا تر دې وروسته باید د کابل ښار او همدا راز د هیواد په لویو ښارونو کې ټول اصلاحي علماء د خپل ځان امنیت ته په کلکه متوجه او پرینږدي چې د جهل او ضلالت د پیروانو په لاس د علم او معرفت دغه ځلاندې ډیوې داسې په بي پروايي خاموشه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه.
صفا خبره به سره کوو،هغه دا چه طالیبان هم په دا مرموزه وژنو کی لاس لری.
دا ټوله د پیسو او قدرت لوبه ده،پیسی او قدرت د عالماوو څخه ونیسه ترامیانو پوری یی سرونه وهی،
دا جنګ د پیسو او قدرت جنګ دی،طالیبان هم د پیسو لپاره قتلونه کولای شی،
څه فرشتی نه دی،د حل لاره یی سوله ده،غندل،امنیت نیول،مظاهری هسی بکواس دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x