
د عزیزالله مفلح د جنازې ګډونوال:امنیتي ځواکونو له چاودنې ورځ وړاندې د پلټنو په پلمه مسجد له خلګو تخلیه کړ
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د شیرشاه سوري مسجد د خطیب «مولوي عزیزالله مفلح» د جنازې ګډونوال او د نوموړي مقتدیان وایي، تر چاودنې یوه ورځ وړاندې د امنیت کسان د پلټنو په پلمه مسجد ته ننوتل، جومات کې شته خلګ یې بیرون وایستل او دوی تر ډېره په مسجد کې پاتې شول.
د سیمي یوه تن اوسېدونکي کابل نیوز ته ویلي « د شپې امنیتي ځواکونه مسجد ته ننوتل، د مسجد له خادم یې کیلۍ واخستې او ویل یې چې ددې ځای امنیت نیسو، او تر یوولسو بجو دې څوک نه راځي، کله چې د شپې یوولس بجې پوره شوې، خلګو ته یې وویل، ولاړ شئ، امنیت مو ټینګ کړ، هماغه وو چې په سبا ورځ مولوي صیب د خطبې له منبر کښته شو، چاودنه وشوه.»
د محمد اصف په نوم یو بل سپين ږیری مقتدي هم مسجد ته د امنیتي خلګو ننوتل د عزیزالله مفلح له مرګ سره تړلي بولي، او وایي «په دې کې د حکومت لاس دی قاتل معلوم دی.»
مفلح چې د جمعې په ورځ له دریو نورو کسانو سره یو ځای په چاودنه کې ووژل شو، په حکومت او بهرنیانو یې کله ناکله نیوکې کولې.
د نوموړي د جنازې ګډونوالو د حکومت خلاف شعارونه ورکول او د مرګ پر امریکا او مرګ پر پاکستان چیغي یې وهلې.
د عنایت الله په نوم د پوهنتون یو استاد چې د جنازې په مراسمو کې یې برخه درلوده، کابل نیوز سره په خبرو کې وایي، د علماوو وژل د امریکا، په کابل کې د امریکا د سفارت او د ملي امنیت طرحې دي.
عزیزالله مفلح چې د وزیر اکبر جومات د خطیب «دکتور ایاز نیازي» له وژل کېدو یوه اوونۍ وروسته د ارګ تر زنې لاندې وژل کېږي، که څه هم تر دې دمه یې د وژنې مسئولیت چا نه دی اخستی، خو تېره ورځ طالبانو د یوه ویډيويي کلیپ په خپرولو سره د خپلو هغو دوو بندیانو اعتراف خپور کړ، چې د داعش تر نامه لاندې د ملي امنیت له لوري استخدام شوي و، او په کابل کې د علماوو او مخورو د ترور دنده ور له غاړې وه.
په یاد ویډیویي کليپ کې دواړه نیول شوي کسان اعتراف کوي، چې د ملي امنیت پخواني رییس «رحمت الله نبیل» په طرحه یې علماء او متنفذین وژل او په سیاسي فعالانو «وحید مژده، حسن حقیار» بریدونه هم ددوی کار وو.