افغانستاند سولې څار

د طالب پلاوي له تصدیق وروسته ۷۸ طالب زندانیان له څرخي پله زندانه آزاد شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د طالب بندیانو د خلاصون په لړ کې تیره شپه ۷۸ تنه طالب بندیان د طالبانو د تخنیکي ټیم له تایید وروسته د څرخي پله زندان څخه آزاد شوي دي.

په کابل کې د طالبانو د بندیانو د کمیسیون د تخنیکي ټیم مشر مولوي ضیاء الدین واقف وايي: «مونږ د خپلو مجاهدینو لیستونه دقیق څیړو، زمونږ له تصدیق وروسته مجاهدین آزادیږي، تیر ماخوستن مو ۷۸ تنه مجاهدین له پلچرخي زندان څخه رخصت کړل او ډیر ژر به نور بندیان هم آزاد شي».

د طالبانو د بندیانو چارو کمیسیون مسئولین په داسې مهال د خپلو زندانیانو د خلاصون لړۍ د دوام خبر ورکوي، چې وړمه شپه د کابل ادارې مشر ډاکټر محمداشرف غني د اتلانتیک شورا انلاین ناستې ته د خبرو پرمهال وویل، چې تراوسه یې ۳۰۰۰ طالبان خوشې کړي او پاتې ۲۰۰۰ نور به هم ډیر ژر له خپلو بندخونو څخه آزاد کړي.

په ورته مهال طالبانو د ډاکټر غني له دغه اعلان څخه د هرکلي په ترڅ کې ویلي، که چیرې د توافقنامې سره سم ددوی پنځه زره بندیان آزاد شي، نو دوی به په یوې اونۍ کې دننه بین الافغاني مذاکراتو ته ننوزي.

د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له مخې ټاکل شوې، چې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل څخه دمخه ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې شي، چې په دې لړ کې تراوسه ۳۰۰۰ طالب بندیان خوشې شوي او د پاتې نورو بندیانو د تایید او خلاصون پروسه روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرجنگ

د کابل اداری د پنجاب ۷۸ غلامان آزاد کرل.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x