افغانستان

تیره «مۍ» میاشت کې له ۹۰۰ زیات دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې لړۍ په چټکۍ سره پرمخ روانه ده، طالبان وايي د تیرې مۍ میاشتې په اوږدو کې له ۹۰۰ څخه زیات دولتي عسکر او پولیس ورته تسلیم شوي دي.

د طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون لخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۲۰۲۰م کال د مۍ میاشتې په اوږدو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د «کابل ادارې» ۹۳۴ تنه عسکر، پولیس او د نورو ادارو منسوبین د حقایقو په معلومولو سره ددغه «فاسد رژیم» څخه رابیل او د «اسلامي امارت مجاهدینو» سره یوځای شوي دي.

په خبرپاڼه کې د تسلیم شوو دولتي عسکرو مکمل شهرتونه، د هغوی لخوا طالبانو ته د سپارل شوو وسلو، مهماتو، نقلیه وسایطو او نورو لوازمو په هکله ضمیمه تفصیلي فایل هم رالیږل شوی او داچې تسلیم شوو عسکرو ژمنه کړې، چې تردې وروسته به د خپلو هېوادوالو پرضد جګړه کې برخه نه اخلي او سوله ییز ژوند به پیلوي.

ددې ترڅنګ تسلیم شوو عسکرو او دولتي منسبوبینو ته د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون مشرتابه هرکلی ویلی دی: « داسلامي امارت ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه ،انعامونه اوجایزې یې ورکړې اوددوی همدانیک اقدام یې ډیروستایه چي دیرغلګرواولاسپوڅي رژیم څخه یې راووتل اودافغانستان اسلامي امارت دمجاهدینوسره یې خپل پیوستون اعلان کړ .»

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشرتابه لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو او پولیسو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی، تیره اونۍ هم د هېواد په شمال او شمال ختیځو ولایاتو کې طالبانو ته د شاوخوا ۲۰۰ دولتي عسکرو او منسوبینو د تسلیمي راپورونه ورکړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x