
ميسي «۹۸» ورځې وروسته لوبو ته راستون شو او ريکارډ يې جوړ کړ
نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د برسلونا لوبډلې نامتو ستوري ليونل ميسي چې له ۹۸ ورځو ځنډ وروسته سياليو ته راستون شو په لومړۍ ورځ ريکارډ جوړ کړ.
۳۲ کلن ليونل ميسي چې په ريکارډونو ماتولو له بل هر چا وړاندې او د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی دی، هسپانوي ليګ ته له راستنېدو سره سم نوی ريکارډ په خپل نوم کړ.
تېره شپه برسلونا لوبډلې له درې مياشتني ځنډ وروسته د مايورکا لوبډلې پر وړاندې لوبه ترسره کړه چې برسلونا په ۴-۰ بريا خپله کړه.
ميسي چې په دغه لوبه کې له بل هر لړبغاړي چست او چټک بريښېده، دوه ګول پاسونه او په ۹۳مه دقيقه کې يو ګول وواهه، په دې سره يې د روان کال په هسپانوي ليګ کې ۲۰ ګولونه بشپړ کړل.
هغه د لا ليګا ليګ په تاريخ کې لومړی لوبغاړی شو چې ۱۲ سيزنه پرلپسې يې له ۲۰۰۸م کال راهيسې تر ۲۰۲۰م کال پورې له شلو زيات ګولونه وهلي دي.
ارجنټاينی ميسي په ۲۰۰۴-۵ سيزن کې د برسلونا لپاره لوبه پېل کړه، خو په لومړي وار يې له ۲۰ زيات ګولونه په ۲۰۰۸-۹ کال سيزن کې ووهل، چې له هغې وروسته يې هر کال دغه څلی خپل کړی دی.
Messi has become the first player to score 20+ goals in 12 straight La Liga seasons 🙌 ⚽#MallorcaBarca pic.twitter.com/rBWNTuiP9h
— GOAL (@goal) June 13, 2020
بايد وويل شي چې ليونل ميسي د برسلونا لوبډلې په تاريخ کې تر ټولو زيات ګول وهونکی لوبغاړی دی، هغه تردې مهاله د يادې لوبډلې په ګټه تر ټولو زيات ۶۲۸ ګولونه وهلي دي.
د کرونا وبا له کبله چې په ټوله نړۍ کې خپره شوې د نورو ګڼ شمېر فعاليتونو سربېره د فوټبال سيالۍ هم ځنډيدلې وې، چې نږدې له درې نيمو مياشتو وروسته يو وار بيا راوګرځېدې.