نړۍ

تکریت ښار کې د اسلامي دولت ځواکونو د مالکي پوځونه په شا وتمبول

نن ټکی آسیا: د عراق څخه په ورکړل شوو راپورونو کې راغلي چې د اسلامي دولت ځواکونو د مالکي پوځونو چې تېره ورځ یې پر تکریت ښار برید کړی و، دوی بېرته په شا تمبولي.

دغه ستر برید چې د ټانګونو، درنو وسلو او الوتکو پر مټ پیل شوی و، د مالکي ځواکونو د ۵ چورلکو تر غورځېدلو وروسته پای ته ورسېد. عیني شاهدان وايي چې د مالکي ځواکونه ۲۵ کیلو متره پر شا تللي دي.

ویل کیږي چې په جګړه کې د حکومتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

تېره ورځ د مالکي حکومت ادعا وکړه چې د تکریت ښار يې نیولی، خو د اسلامي دولت ځواکونو په کلکه رد کړه چې تکریت کې اوس هم دوی حاکم دي.
خو نن امنیتي ځواکونو رسما ومنله چې تکریت ښار کې يې شاتګ کړی.

تکریت د عراق له مهمو ښارونو څخه دی چې تقریبا ۳ اونۍ مخکې د اسلامي دولت ځواکونو ونیولو.

د مالکي ځواکونه وايي چې دوی د هغو چاودیدونکو توکو له کبله پرمختګ ونه کړ چې د اسلامي دولت ځواکونو تکریت ښار ته په تللو لارو کې ځای پر ځای کړي دي.

د اسلامي دولت ځواکونو تر دې مهاله د عراق زیات شمېر سیمې نیولي او ورځ تر بلې مخ پر وړاندې ځي. تېره ورځ یې بغداد ښار ته څېرمه د منصوریة ښار ونیولو. دغه د پلازمېنې بغداد سره په شاوخوا ۸۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

د مالکي حکومت له امریکايي پوځه غوښتي، چې د اسلامي دولت په ځواکونو بمباري وکړي.

امریکايي ځواکونه تېره ورځ عراق ته داخل شول. د دوی د ننوتلو سره سم د عراق په زیات شمېر سیمو بمباري وشوه چې په ترڅ کې یې لسګونه ولسي وګړي ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x