افغانستان

کورنیو چارو وزارت: طالبانو یوه اونۍ کې ۴۲۲ دولتي امنیتي منسوبینو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، طالبانو په دې وروستیو کې د معمول خلاف «تاوتریخوالی» زیات کړی او د حکومت دفاعي او امنیتي سکتور منسوبینو ته یې درانه تلفات اړولي دي.

طارق آرین چې نن د یکشنبې په ورځ(۲۵ غبرګولي) یې خبري ناستې ته وینا کوله وویل، یوازې په  تیره یوه اونۍ کې د طالبانو په بریدونو کې له ۴۰۰ څخه زیات د حکومت امنیتي او دفاعي منسوبین او عسکر وژل شوي او ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي: «په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې  طالبانو ۲۲۲ مورده تحرکات درلودل چې د حکومت پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو په دغو تحرکاتو او بریدونو کې ۴۲۲ تنه د حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونه مړه او ټپیان شول”.

طارق آرین پرته له دې چې دا واضحه کړي، چې په دغو کې څومره دولتي  عسکر وژل شوي او څومره ټپيان دي، ویلي چې له امریکا سره د طالبانو تر تړون، د اورکم او اختر ورځو اوربند نه وروسته طالبانو خپلو بریدونو کې زیاتوالی راوستلی او په طالبانو یې تور پورې کړی، چې په خپلو بریدونو کې عامه تأسیسات او دیني عالمان په نښه کوي.

د شیرشاه سوري د جومات د پېښې په هکله نوموړي څرګنده کړې، چې پولیسو یو کس نیولی دی؛ خو جزیات به یې وروسته رسنیو سره شریک کړي.

طارق آرین د خپلې مخکینې ادعا پرخلاف وروسته بیا وویل، چې ددوحې تړون نه وروسته د طالبانو ۳۵۰۰ بریدونو کې زرګونه عام افغانان په نښه شوي؛ خو په دې هکله یې بیا هم دقیق ارقام او اسناد خبریالانو ته وړاندې نه کړل، په داسې حال کې چې د خبرو په پیل کې یې د طالبانو د بریدونو کې په نښه شوي ټول د حکومتي امنیتي عسکر او پولیس یاد کړي وو.

کورنیو چارو وزارت په داسې مهال طالبان د بریدونو او ملکي تلفاتو په زیاتوالي تورنوي، چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ په یو ټویټ کې د حکومتي ویاندویانو ادعاوې پروپاګند بللی ؤ.

نوموړي داسې ویلي ؤ: «موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، مجاهدین په هيڅ ځای کې ملکي خلک تر هدف لاندې نه نیسي اونه هم داسې څه پيښ شوي، البته د دښمن په بریدونو کې هره ورځ ملکیانوته زیان اوړي.»

دا په داسې حال کې  ده، چې تیره ورځ په خوست، لوګر، هرات او تخار ولایتونو کې د حکومتي پوستو په څو مترۍ د جلا جلا پېښو په ترڅ کې د نامعلومو وسله والو په بریدونو کې د یو دیني عالم او څلورو میرمنو په ګډون ۱۴ تنه ولسي خلک مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي وو.

د چارو شنونکي د «نامعلومو وسله والو» بریدونه او «بشر ضد جنایات» د یو شمېر هغو حکومتي استخباراتي کړیو کار بولي، چې غواړي د نامعلومو وسله والو په جامه کې «وحشیانه» بریدونه ترسره او د سولې پروسه ورڅخه اغیزمنه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x