
عبدالله عبدالله: ژر به کابیني ته خپله برخه غړي ور وپېژنو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت نیم ونډه وال او د مصالحې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» وایي، ډېر ژر به خپله برخه غړي کابینې ته وروپيژني.
د مصالحې شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالله عبدالله دغه څرګندونې د ولسي جرګې له رییس او اداري هیات سره د لیدنې په مهال کړې.
په دې لیدنه کې د پارلمان اداري پلاوي د کابیني د غړو د ژر معرفي او سرپرستې کابینې ته د پای د ټکي اېښودلو غوښتنه کړې او تر څنګ یې د سولې له پروسې څخه د پارلمان د ملاتړ ډاډ ورکړی.
عبدالله عبدالله د پارلمان د اداري پلاوي د څرګندونو په غبرګون کې د کابیني د ژر معرفي کولو له پرېکړې هرکلی کړی او تر څنګ يې ژمنه کړې، چې په نوموړي پورې اړوند د کابینې لست به «ولسمشر غني» ته ولېږي.
د خبرپاڼې په بنسټ، عبدالله عبدالله د سولې د پروسې، تازه پرمختګونو او د مصالحې شورا د ترکیب په اړه د پارلمان اداري پلاوي ته معلومات ورکړي.
یاده دې وي، چې د عبدالله او غني تر منځ د واک د وېش په معامله کې د کابیني د ټاکنو پنځوس سلنه ونډه عبدالله ته ورکړل شوې، اوس که څه هم په کابینه کې د غني له لوري څه ټاکنې شوې، خو عبدالله عبدالله لا هم کابینې ته له خپل اړخه څوک نه دي معرفي کړي.
د عبدالله او غني تر منځ د جنجالونو له امله په تېره دوره ګډ حکومت کې هم د کابینې زیاتره برخه وزیران سرپرستان وو او له اساسي قانون سره په ټکر کې يې خپل کار ته دوام ورکاوه.