د نن سرلیکنه

لطفاً دې امنیتي ځواکونه ځواب ووايي!

نن ټکی اسيا سرليکنه

تیره ورځ د شیرشاه سوري جامع مسجد د امام مولوي مفلح د جنازې په مراسمو کې د هغه د مسجد مقتدیانو د نوموړي د وژنې پړه پر امنیتي ځواکونو ور واچوله.

د یادو مقتدیانو له جملې څخه یې د محمد آصف په نوم یوه تن مخور له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې وویل:

(( د مولوي مفلح د وژنې تر پیښې وړاندې امنیتي ځواکونه د شپې مهال سیمې ته راغلل او له خادم څخه یې کلې واخیسته مسجد یې له خلګو تخلیه او تر یولسو بجو پوري یواځې همدوی د مسجد په داخل کې پاتي شول))

د سیمې د یوه مخور سپین روبي او د پیښې د لسګونو عیني شاهدانو د شاهدي له مخې ظاهرا د مولوي مفلح په وژنې کې امنیتي ځواکونه ښکیل ښکاري.

ځکه یادې څرګندونې یواځې د ښاغلي محمد آصف الزامات نه ؛ بلکې د هغه په استازیتوب د ټولې سیمې د اوسیدونکو او د پیښې د عیني شاهدانو د سترګو لیدلی حالت دی چې په علني ډول یې له رسنیو سره شریک کړ.

https://web.facebook.com/kabulnews.af/videos/299049267783154/

د محمد آصف تر څنګ د عنایت الله په نوم د پوهنتون یوه استاد هم چې د مولوي مفلح د جنازې په مراسمو کې یې برخه لرله، په خپلو څرګندونو کې د امریکا مخالفو علماوو وژنه د امریکا سفارت په دستور د ملي امنیت طرحه وبلله.

دواړه یاد کسان، مخپټي د فرعي نومونو لرونکي مجهول الهویه افراد نه ؛ بلکې د سیمې او د شیر شاه سوري مسجد د مقتدیانو په سطحه معلوم الحاله اشخاص دي چې د مولوي مفلح په وژنه کې په علني ډول دولتي ځواکونه ښکیل بولي.

که امنیتي ځوکونه په تیره بیا د کورنیو چارو وزارت د شیرشاه سوري مسجد د مقتدیانو د خبرو په ځواب کې څه لري لطفا دې دوی هم هغه په داسې علني ډول له رسینو سره شریک کړي او په دې اړه دې د اشغال مخالفو علماوو د مرموزو مسلسلو وژنو په اړه د کابل ښاریانو اندیښنې رفع کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x