ټولنیزه برخه

په کار کې کمال او غوره توب

محمد نبي سلطاني

د خدای جل جلاله په ټولو مخلوقاتو کي کمال او غوره توب له ورایه ښکاره او څرکند دئ. له واړه مېږي نیولې په لمر، سپوږمۍ، ستورو، ورځ، شپه، ونو او نورو کي چي څونده کمال او غوره توب دئ، انسان په يوويشتمي پېړۍ کي ورته عاجز او ورڅخه بې برخي دئ، دې مطلب ته قران کريم داسي اشاره کوي:

…. الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَوَاتٍ طِبَاقًا مَا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِنْ تَفَاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَى مِنْ فُطُورٍ، ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ كَرَّتَيْنِ يَنْقَلِبْ إِلَيْكَ الْبَصَرُ خَاسِئًا وَهُوَ حَسِيرٌ. (سورة الملک: آيت، ۳ـ۴)
ژباړه: د رحمن خدای په مخلوقاتو كي بېلوالى ليدى نه سې، نو وغړوه سترگي، آيا گورې كوم يو چاود؟ بيا هم وغړوه سترگي په وار وار، راوبه گرځي سترگي ستا پر لوري نامراده او وي به ارمانجني.

كه هرڅونده په دې پراخ او بې انتهاء عالم كي د كوم عيب او نقص د موندلو لپاره لټه وكړو، هري خوا ته سترگي وغړوو، د دې تكل وكړو چي كومه تشه ومومو، خپلي سترگي دونده يوې خوا بلي خوا ته وغړوو چي ستړې او ستومانه بېرته راوگرځي، هيڅكله به نه كوم توپير ومومو او نه تشه.( )

له پورتني مبارک آيت څخه دا څرګندېږي، چي پالونکي رب هرڅه غوره، ښه، ښايسته، موزون او دقيق پيدا کړي، د شاتو موچۍ گورئ، چي څومره منظم او ښايسته كور ځان ته جوړوي، داسي منظم كور چي د نړۍ ستر مهندسين ئې په ډېرو مجهزو وسائلو هم له جوړولو عاجز دي، له داسي توكيو ئې جوړوي چي د شاتو په څېر شى پكښي تر اوږدې مودې خوندي او روغ رمټ ساتلى سي، په دې پوهېږي چي څنگه د خپلي خوښي (مَلِكه) او (واكمن) ځان ته غوره كړي، د زور پاچايي نه مني، په ډېر ښه شان خپل وظائف په خپلو كي وېشي، د نظافت او صفايي خيال ساتي، د پرديو او هغو مچيو له ننوتو مخنيوى کوي چي له ناپاكو وزرونو او پښو سره د دوى پاك او صفا كور ته ننوتل وغواړي، د كور په دروازه كي حساس او هوښيار پهره داران دروي، هر ننوتونكى څاري، يوازي په هغه صورت كي د ننوتو اجازه وركوي چي (خپل) او (پاك ستره) وي، په دې پوهېږي چي څنگه د گلانو عصاره وزبېښي او شات ترې جوړ كړي، داسي شات ترې جوړ كړي چي د كلونو كلونو په تېرېدو هم نه گنده كېږي، د انسان د ډېرو بيماريو لپاره درمل دئ، څو – څو كيلومتره لري د گلانو په لټه كي ځي، بېرته راگرځي او له كومي اشتباه او غلطۍ پرته د خپل كور دروازه پيدا كوي( ).

همداسي مېږى يوه وړه حشره ده، چي ژوند ئې و موږته د توحيد، خداى پېژندني، غوره توب او کمال درس راکوي.

ددې وړوکي ژوى ژوند، پر ګډژوند، ګډکوښښ او يو د بل سره پر ملګرتيا ولاړدئ او يو د بل په مرسته خپل کارونه کوي، داګډه ملګرتيا ئې موږ د مېږتون په جوړولو او د دانو او خوړو دراغونډولو په وخت کي په ښه توګه ليدلای سو.

دا حشره پرته له دې، چي پوهنتون ته تللې وي، دکرهڼي پوهنځۍ ئې ويلې وي په خداى ورکړي پوهي، فطري غريزې او احساس سره په دې پوهېږي، چي غله دانه په سوري کي خوسا او خرابه نه سي، نوپکارده، چي نيمه ئې کړي. خپلي سوړي اومېږتون په لوړ او وچ ځاى کي جوړوي، چي اوبه ورته ونه رسېږي. مېږى که محسوس کړي، چي دانه لنده سوې، نوسمدستي ئې له سوري څخه راباسي اولمرته ئې ږدي ( ).

وني په څونده غوره توب او کمال سره شپه او ورځ په كار بوختي وي، زيار باسي، مضر گازونه جذبوي او زموږ د اړتيا وړ اكسيجن توليدوي، د مځكي له خاورو په خپلو نازكو جرړو سره هغه حياتي مواد جذبوي چي موږ ورته ضرورت لرو او د لمر د وړانگو په مرسته له دغو موادو موږته ښايسته او خوندوري مېوې جوړوي.( )

الله جل جلاله چي څونده په کمال او غوره توب سره د هرڅه تخليق کړی همداسي د خپلو بندګانو څخه غواړي چي په کمال او غوره توب سره خپل هر کار تر سره کړي. په دقت سره اودس تازه کړي، هغه داسي چي په اوبوکي به افراط او تفریط نه وي، شاوخوا به نه ګورې، خبري به نه کوي، په منظمه توګه به برېولل له خولې څخه بيل کوې داسي نه چي اول پښې او بيا خوله، بلکي اول لاسونه، بیاخوله، بيا پزه، مخ، لاسونه تر څنګلو، د سر مسح او ترټولو روسته پښې تر بيجلکو پوري پرېولل کیږي، تردې وروسته پر لمانځه په يوه ليکه کي منظم وږه پر اوږه اول په لومړي او وروسته په جوړېدونکو صفنو کي په ادب او احترام سره لمونځ کول، اول راسته او بيا چپه خواته سلام ګرځول، تر دې وروسته د خپل پر وردګار څخه نه په ډېر لوړ او نه په دېر ټيټ
ږغ بلکي په متوسط ږغ په خضوع او خشوع سره دعا (دوعا) غوښتل او نور….

خو متاسفانه چي دا الهي امر او فریضه زموږ له پامه لوېدلې موږ په هرڅه کي غلو ( افراط او تفريط) کوو، له عباداتو نيولې تر معاملاتو پوري د بې کمالۍ او بېغورۍ هغه اخیري حد ته رسېدلي يو چي نور څه ته ځای پکښي نسته، د مثال په توګه بې دلته د څو څخه یادونه وکوو:

په عباداتو کي: موږ پر عباداتو خورا ټينګ يو، یعني دا چي لمونځ کوو، روژه نيسو، ذکات ورکوو او … لمونځ که يوازي کوو او ياپه مسجد کي په امام پسي، خو د ځینو لمونځ مو داسي دئ، چي په ميراث له نيکه څخه ئې پلار ته او له پلار څخه ئې زوی ته پاته وي، په معنا او مفهوم، اسرارو او انوارو ئې نه پوهېږو هغه خضوع او خشوع، چي بايد په لمانځه کي پام ورته وسي هيڅ پام نه ورته کوو. هغه حرکات چي په لمانځه کې ئې تر سره کوو په مقصد ئې نه پوهېږو یوازي په نا اګاهانه توګه پورته او کښته کېږو، که په لنډه توګه ووايو هغه کمال او غوره توب چي په لمانځه کي انسان معنوي ارتقاء ته رسوي له موږ څخه ورک دئ، بس يوازي د دې لپاره چي د ښه لمونځ کونکي نوم راباندی ياد سي تر مسجده ځو او راځو.

همداسي روژه چي د انساني ورورولۍ، يووالي، مرستي، او يو له بل سره د همدردۍ او زړه سوي له درس سره په کال کي يو ځل راځي په هغه ډول ئې هرکلی نه کوو لکه څنګه چي ئې ستر څښتن له موږ څخه غواړي. په دې مياشت کي روژه نيسو، لمونځ کوو، ذکات ورکوو او… خو هغه د ورورۍ، يوالي، مرستي او يو د بل سره د لاسنيوي فضاء له منځه وړو. په دې مياشت کي ترټولو مياشتو ډېري فزيکي شخړي، يو وبل ته ښکنځل او… کوو ، هم داسي په دې مياشت کي د دې پر ځای، چي پر خپل مسلمان ورور اساني راولو سختي کوو، په مزدور ډېر کار کول او مزدوري لږ ورکول، ارزانه شی په ګرانه پلورل او … همداسي مو حج دئ، چي ډېر کسان ئې د نامه لپاره کوي، هغه معنوي ښېګڼه او اسرار چي د حج په کولو سره تر لاسه کيږي د هغه په قيصه کي نه دي.

په دین کي: موږ اسلام په صحيح او پوره توګه نه دئ پېژندلى. عموماً موږ اسلام د عبادتونو يوه وړوكې ټولګه (لمونځ، روژه، زكات او حج) د اسلام دين ګڼو او نور ټول دين مو له پامه غورځولی. د اسلام په ټولنيز، سياسي، اقتصادي، كلتوري او نورو ټولو ډګرونو كي دونده غیر منظم او ناخبريو چي د ټولو زده کړه له نورو اديانو څخه کوو. قران کريم او نبوي حديث مو شاته پرې ايښي بس هرڅه چي مو زړه غواړي پر خپل مزاج ئې سموو ، چي ښه مثال ئې زموږ ځيني غیر اخلاقي کړني دي، چي په اسلام کي هيڅ ځای نه لري.
په تجارت او معاملاتو کي: زموږ تجاران چي کله ټولني ته کوم صنعت يا تجارتي توکي عرضه کوي، د نړۍ په تر ټولو ټيټ کيفيت ئې توليدوي، چي ته به دا فکر کوې، چي دا د بل هيواد تر وخت تېر سوي خوراکي توکي، درمل او یا بل څه دي، چي دې هيواد ته ئې په خيرات کي ورکړي. همداسي کله چي يو تجار له بل هيواده څه را وارده وي نو په لوی لاس او په خپله خوښه ئې کيفيت ټيټوي او يا نو تر ټولو هغه بې کيفيته او د خلکو له نظره لوېدلي توکي راواردوي، چي د نړۍ ويښ وګړي؛ که څه هم ورته اړتيار ولري په خيرات کي هم نه غواړي، چي ښه بېلګه ئې او سنۍ پاکستانې دواوي او ځيني چينائي توکي دي، چي نه څوک انکار ورڅخه کولای سي او نه ئې هم خوړلای سي.

په علم او پوهه کي: علم او پوهه تر مال او دولت ډېر ارزښت او قیمت لري، په نړۍ کي تر ټولو کارونو ارزښتمن او معظم کار دئ، چي انسان دکمال پر لور هدایت کوي. ځيني کسان خو لا وايي: چي علم او معرفت دوه وزره دي انسان کولای سي ورسره تر ډېره حده الوتل وکي. خو زموږ چلند ورسره د مزدورانو دئ، چي هيڅ يو کار ئې په سمه نه کوو، له پوهنتونه نېولې تر ښونځيو او له استادانو نيولې تر شاګردانو ټول مو د الله جل جلاله پر توکل روان کړي، نه پلان، نه هدف او نه هم موخه، يوازي وچ زور او د شا لنګته، تر کيفيت ئې په کميت يا ډېرښت خوشحاله يو، په زرهاوو محصلين مو فارغ کړه، خو ډېر لږ ئې کمالدار او غوره کسان دي، ډېر دولسم پاس مو ورکړه خو ډېرو لږو ئې لوړو زده کړو ته لار پیدا کړه.

په ټولنیزو چارو کي: د انسان ژوند په نورو انسانانو پوري تړلی ژوند دئ، ګټي او زیانونو ئې له نورو سره په اړیکو کي خوندي دي، پرته له یوه ګروپ او ټولني انسان خپل ژوند ته په هومره لوړوالي او چټکوالي وده نه سي ورکولی لکه په یوه ټولنه کي چي کولای سي. خو ژوند یو لړ اخلاق او ارزښتونه لري، چي باید پام ورته وسي، له بده مرغه چي دغه اخلاقي ارزښتونه موږ تر پښو لاندي کړي، یو د بل په وړاندي زغمل، صبر، تحمل، وروري، مينه، محبت، همسایتوب، دوستي، ملګري، قرابت او نور… ټول مو له لاسه ورکړي، چي ځای ئې ځانځانۍ، حسد، کينۍ، بغض او عناد نیولی، چي يو مري او بل ئې سر هم نه راپورته کوي، د یو بل د پرمختګونو په وړاندې خنډ، یو د بل د مال او شتو په وړاندې حسد او بخیلي، یو د بل د شخصیت د له منځه وړو لپاره توطئې مو د ژوند به سر کي ځای لري، ټول يو له بله په بېره کي يو. ورو – ورو په يو داسي ټولنه بدلېږو چي ځانځاني او خودخوايي ئې د ژوند معيار وي. ډېر انسانان مو به داسي حالت کي ژوند کوي چي نیم ئې له لوږي او نیم ئې له مړښته د شپي خوب نه سي کولای.

د ژوند په اصلاح کي: اسلام د انسانانو پر اصلاح او لار ښوونه خورا سخت ټينکار کړئ، ټول مسلمه امت ئې پر دې امر کړی، چي په انفرادي او اجتماعي ډول واړه، زاړه، ځوانان او نور… د خير پر لوري بلنه، پر معروف امر او له منكر څه مخنيوى کوئ تر څو مو په ټولنه کي اصلاح او سمون راسي. خو له بده مرغه دا غوره توب هم له موږ څه کډه کړې، هغه د خلکو د اصلاح او سمون دنده چي راسپارل سوې، موږ شاته پرې ايښې، ډېر لږ کسان به وي چي د یوې سالمي، له خير، فلاح، اصلاح او سمون څخه برخمني ټولني په لټه کي به وي کنه نور ټول د حسد، کينې او بغض تر سيوري لاندي د ځانځاني ښامار په خوله کي ژوندکوو اوبس.

په کلتوري چارو کي: موږ افغانان په نړۍ کي د يوداسي کلتور خاوندان يو چي د نړۍ د پر مختللو هيوادونو او اولسونو سره په قطار کي له اسلامي او تاريخي مقامه په لومړی سر کي ځای لري، چي ټول انساني ارزښتونه پکښي خوندي دي، خو له بده مرغه چي اوس ئې په ساتلو کي پاته راغلي یو د ځينو رسنيو، مطبوعاتو، تجارانو او نورو د بې غورۍ لکبله مو په ښارونو او دفترونو کي کلتور او اخلاقي ارزښتونه اخيري سلګې وهي، هغه کمال او غوره توب چي غوره او کمالدار اولسونه ئې د خپلو نيکونو او پلرنو د ميراثو نو د خونديتوب لپاره تر سره کوي موږ نه کړ حاصل او نه مو وکولای سول چي د غرب د کلتور په ګنده ډنډ کي لوېدلي د ټولني ځوانان، پيغلي او ماشومان د فحشا او بې حيايې له دې مردار ډنډه راوباسو.

په دغه سي کړنو موږ هم خدای، هم اولس او هم هيواد ته پړه او ملامت يو. موږ د دې اولس او هيواد بربادونکي او له منځه وړونکي يو، هغه کار چي راسپارل سوئ په سمه توګه مو نه دئ تر سره کړئ، له صنعتي محصولاتو نيولې بيا د ډاکټر تر ناروغ پوري په کار کي ټمبل، بېغوره او بې کماله پاته سوي يو.

په کار خو داد ه چي تر هرڅه وړاندي خپل ګرېوان قاضي کړو په خپل مأموريت كي يوه شېبه ځنډ او لټي ونه کړو او نه يوه ذره سرغړاوى او عصيان، مادي ګټي شاته کړو، يوازي خدای، اولس او هيواد په نظر کي ونيسو، له هغه توجیهاتو تېرسو، چي په هرڅه کې د لټولو هڅه کوو، له انجينره نيولې تر ډاکټره او له وارداتو نيولې تر صادراتو په هرڅه کي غوره او د کمال څښتنان و اوسو، چي په دې سره به مو نه خدای ، نه اولس او نه هيواد دا کار ضایع کړي، بلکي دا او هغه نړۍ به مو هم ورسره غوره سی. لکه الله  چي فرمايي: موږ د هغه چا اجر نه ضايع كوو چي د عمل له مخي ښه وي. دوى هغه وگړي دي چي داسي تلپاته جنتونه به ئې په برخه وي چي ترې لاندي ويالې بهېږي، د سرو زرو په لاس وندو به سينگار كړاى سي او د نريو او پرېړو ورېښمو شنې جامي به اغوندي په داسي حال كي چي پر تختونو به تكيه كوونكي وي، څومره غوره ثواب او ښايسته تكيه ځى ( ).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x