ادبي لیکني

د فونيټيکي الفباء اصول او ځانګړنې

تمهيد سيلاني

هره ژبه ځانته ځانګړی ليکدود او الفبا لري، چې د هماغې ژبې پۀ ليکلو او لوستلو کې تر ګټه اخستل کيږي. د يوې ژبې د ځانګړي ليکدود تر څنګ داسې نړيوال ليکدود هم شته چې پۀ ډېرو ژبو کې چې د خپلو ټولو غږونو لۀ پاره ځانګړې نښې نۀ لري، د کارونې وړ دی. دا ليکدود نړيوال دی او د نړۍ پۀ کچه د ژبپوهانو لۀ خوا را منځته شوی دی. خو د ياد ليکدود کارونه ځانته ځينې اصول او ځانګړنې لري، کۀ چېرې دې ځانګړنو او اصولو ته پاملرنه ونشي، نو د يوې ژبې پۀ ليکدود کې ستونزې رامنځته کوي.

لۀ بده مرغه زموږ پۀ ژبه کې ليکوالان دغو اصولو او ځانګړنو ته پاملرنۀ نۀ کوي او پۀ لوی لاس دا ځانګړنې او اصول تر پښو لاندې کوي،چې دا کار د ژبې پۀ ليکدود کې ستونزې را منځته کوي او لۀ زده کوونکو د ژبې د زده کړې پر مهال لاره ورکوي. ما پۀ دغۀ ليکنه کې د فونيټکي الفبا ځينې اصولو او ځانګړنو ته نغوته کړې چې ستاسو پام ورته را ګرځوم:

1. پۀ فونيټکي الفبا کې يوه نښه تل او پۀ هر ځای کې د يوۀ غږ لۀ پاره کارول کيږي او د يوۀ غږ استازيتوب کوي. يا پۀ بلۀ وينا فونيټکي الفبا پۀ ژبه کې تابت او کره ارزښتونه لري. د لته د همدې موضوع د لا ښۀ وضاحت پۀ موخه د پښتو ژبې څو وييونه د بېلګې پۀ توګه راوړم. لکه : ɖaːl يا ɖăl ( ډال)، manɖigak ( منډيګک ) او lanɖ ( لنډ ) پۀ وييونو کې ( ډ ) د وييونو پۀ پيل، منځ او پای کې راغلی دی، چې يوازې يوه نښه ورته کارول شوې ده او همدا نښه پۀ درېيو واړو ځايونو کې د هماغۀ يوۀ توري ( ډ ) استازيتوب کوي او د کارونې ثابت ځای لري. دا ډول بېلګې پۀ دري، انګليسي او نورو ژبو کې هم موندلی شو.

2. پۀ فونيټکي الفبا کې يو غږ تل او پۀ هر ځای کې د يوې نښې پۀ واسطه ليکل کيږي، دا پۀ داسې حال کې ده کۀ حتا پۀ يوه ژبه کې د يوۀ غږ لۀ پاره دوه اختياري نښې را منځته شوي وي، بايد لۀ هغو دواړو څخه یوه نښه غوره شي او ژبپوهان دې پۀ خپله ليکنه کې لۀ پيله تر پايه هماغه يوه نښه وکاروي. د بېلګې پۀ توګه پۀ دري او پښتو ژبه کې د « چ » غږ لۀ پاره دوه نښې ( Č او tʃ ) را منځته شوي دي. يا هم د « ښ» غږ لۀ پاره څو ډوله نښې کارول کيږي لکه: «ҫ /ʂ/x̌» نو ژبپوهانو ته لازمه ده چې پۀ خپلو ليکنو يوه نښه وکاروي. هغه نښه د کارونې او منلو وړ ده چې پۀ نړيواله فونيټکي الفبا کې راجستر وي.

3. د فونيټکي الفبا د نښو پۀ را منځته کولو او غوره کولو کې د امکان ترحده پورې دې هڅه وشي، چې اسانه او مأنوسه نښې د غږونو لۀ پاره غوره شي، تر څو لوستونکي او زده کوونکي يې پۀ ليکلو او زده کولو کې لۀ ستونزو سره مخامخ نشي.

4. پۀ غږ پوهنه يا فونيټک کې هڅه کيږي، چې د يوه غږ لۀ پاره يو ډول نښه غوره شي. کۀ چېرې پۀ يوه ژبه کې د يوۀ غږ لۀ پاره دوه ډولۀ نښې ( مرکب او بسیط ) پۀ بڼو رامنځته شوي وي، نو غوره به دا وي چې بسيطه بڼه يې غوره شي او لۀ مرکبو نښو دې پۀ ژبه کې ګټه پورته نشي. ځکه چې لوستونکو او زده کوونکو ته ستونزې زېږوي. د بېلګې پۀ توګه د پښتو او دري ژبې د « چ » غږ چې ورته دوه ډوله ( بسيط او مرکب ) « Č / tʃ » نښې را منځته شوي دي او يا هم دې ته ورته نور غږونه چې دوه ډوله نښې ورته کارول کيږي… د يادو نښو لۀ پاره کولی شئ پۀ دري، پښتو او انګليسي ژبو کې نورې بېلګې هم پيدا کړئ…

5. کۀ کله پۀ يوه ژبه کې د يو نوي غږ لۀ پاره نوې نښه کارو، نو بايد پۀ لومړي سر کې د نوې نښې غږيز ارزښتونه پۀ ډاګه کړو او لۀ هره اړخه يې لوستونکو ته ور وپېژنو. هېره دې نوي چې موږ پۀ هغه صورت کې پۀ يوه ژبه کې د يو غږ لۀ پاره نوې نښه رامنځته کولی يا هم کارولی شو، چې د هماغې ژبې پۀ ليکدود کې د نوموړي غږ لۀ پاره کومه ځانګړې نښه نۀ وي موجوده.

6. ژبپوهان بايد پۀ خپلو ليکنو کې لۀ دوه ډولۀ فونټيکي نښو او ليکدود څخه ځان وساتي، تر څو لوستونکي او زده کوونکي لۀ ستونزو او سر دردۍ څخه وژغورل شي… زموږ پۀ پښتو ژبه کې مجاور احمد زيار د پښتو ژبې د غږونو لۀ پاره يو ډول نښې کاروي، صابر خويشکي بل ډول، زرغونه زېور بل ډول او اوسني ليکوالو بل ډول نښې کارولې وي دي،چې دا کار پۀ لوی لاس يوه ژبه لۀ منځه وړي او لوستونکو ته يې ستونزې زېږوي. د پښتو ژبې فونيټکي الفبا لۀ نړيوالې فونيټکي الفبا سره ډېر توپير او پۀ ناسمه بڼه دود شوي دي، بايد لۀ سره پرې کتنۀ وشي.

7. پۀ ليکنه کې فونيټکي الفبا د عادي الفبا سره د توپير او وضاحت پۀ موخه معمولآ پۀ [ ] کې ليکل کيږي.

8. پۀ ځينو ژبو کې لکه انګليسي او يا هم دې ته ورته نورې ژبې چې لۀ مرکبو نښو څخه د يو غږ دافادې لۀ پاره کار اخلي، بايد پۀ هماغۀ ژبه کې د يادو غږونو چې مرکبې نښې ورته غوره شوي دي، داخلي او باندني اړخونو ته پۀ کتو سره پۀ دقيقه توګه نښې وټاکي. کۀ لږ یې نوره هم ساده کړم هغه دا چې ځينې نښې د کلمې پۀ پيل، منځ او پای کې بېلابېل غږونۀ توليدوي، نو لازمه ده چې پۀ فونيټکي الفبا کې ورته ځانګړې نښې را منځته شي تر څو لوستونکي وکولی شي پۀ اسانۀ توګه ترې مطلب او پوهاوی وکړي.

9. د يوې ژبې يا هم د ژبو لۀ پاره د فونيټکي الفبا جوړونه د ژبپوهانو او متخصصو اشخاصو کار دی، چې د هرې ژپې لۀ پاره د هماغې ژبې د اکاډميکو اصولو لۀ مخې دا کار ترسره کيږي. خو لۀ بده مرغه زموږ پۀ پښتو ژبه کې دا کار د يوې اکادميکې پروسې پرته پۀ ځانګړې توګه ترسره کيږي، چې پۀ ياده برخه کې هم لیکوالان او هم اړوند اکادميک مراجع ګرم بلل کيږي…

ماخذونه
1) ثمره، یداللۀ. آواشناسي زبان فارسي، چاپ: ایران، ۱۳۹۵…
2) حق شناس، علی محمد. آواشناسی، چاپ: ایران، ۱۳۹۰…
3) فردینان دوسوسور، ترجمه: کورش صفوي. زبانشناسی عمومی، چاپ : تهران ( ۱۳۷۸ )
4) زیار، مجاور احمد، پښتو پښويه. چاپ: کابل ۱۳۹۰
5) مشکوت الديني، مهدی. ساخت آوايی زبان. چاپ: مشهد ۱۳۶۴
6) https://l.facebook.com/l.php?u=https%3A%2F%2Fwww.internationalphoneticalphabet.org%2Fipa-sounds%2Fipa-chart-with-sounds%2F%3Ffbclid%3DIwAR0d8wfASTXO3z2Jj3iOE_8vQo-cEZxUb5zlnzXr3nJjU1ZcfzZvY1_3u4g&h=AT1ESZmP1bOKKBDBk14qK3qMAK-ffm_yCTSp4nRP_7rKJuOyvrximtg9FZ1NXg6m-LOiTyQa_u7lWpl3Gs0B32guyMkBgFN05tt8zoFE70aO-degKpJGqrja0ZPLXaf4fHo

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x