روغتیانړۍ

تونس لومړی عربي هېواد شو چې کرونا ویروس ته یې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د عربي هېواد تونس لومړي وزیر «الیاس الفخفاخ» د دوشنبې په ورځ د جون  اعلان وکړ چې هېواد یې د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې بریالی شوی، چیرې چې د مثبتو پېښو شمېر یوازې ۵۰ ته راښکته شوی دی.

د تونس لومړي وزیر وویل: «موږ د کرونا پر وړاندې مبارزه وګټله، موږ باید ووایو او ویاړ پرې وکړو، په واټن او خوندیتوب یې مخنیوی وکړو، نن ورځ موږ د قرنطین دریمه مرحله هم پای ته ورسوله، او بندیزونه مو سل په سلو کې لرې کړل، اوس موږ د سرحدونو پرانیستلو لپاره چمتو والی نیسو».

د رويټرز خبري اژانس د راپور په وینا، تونس کې ډیرې مثبتې پېښې د هغو کسانو دي چې له بهر څخه دغه هېواد ته ستانه شوي خو د روغتیایي چارواکو لخوا قرنطین شوي دي. د تونس لومړي وزیر کرونا ته په ماتې ورکولو وویل، «خپلې ټولې ځمکیني، هوایي او سمندري سرحدونه به د روانې جون میاشتې په ۲۷مه نېټه پرانیستل شي».

تونس چې کرونا ته په ماتې ورکولو لومړی عربي هېواد شو اعلان وکړ، نور به دغه هېواد ته ستنېدونکو لپاره په هوټلونو کې قرنطین لازم ونه ګرځوي، خو له مسافرو څخه به د معایناتو ترسره کولو غوښتنه کیږي تر څو د یاد ویروس څخه پاک وموندل شي.

په یوه بیان کې حکومتي چارواکو څرګنده کړې، هغه تونسیان چې له بهر څخه هېواد ته راستنیږي د راتلونکې پنجشنبې ورځې څخه باید د لابراتوار د معایناتو شواهد (PCR) چې د ۷۲ ساعتونو څخه یې وخت تیر نه وي، وړاندې کړي چې ددوی روغتیا وضعیت څرګند او له ویروس څخه خالي ثابت کړي. دغه راز زیاتوي چې باید هر کس د ۱۴ ورځو لپاره شخصا ځان په خپل کور کې ګوښه کړي.

د شرایطو له مخې، هوټلونه باید ټولنیز واټن پلي کړي او د خوړو لپاره انفرادي ځایونه، د میزونو او بینچونو ترمنځ فاصله، او د لامبلو حوضونو کې باید هر کس له بل څخه درې میتره مربع واټن ولري.

د تیرې پنجشنبې په ورځ د تونس ثقافت او کلتور وزارت له درې میاشتني ځنډ وروسته د سینماګانو او حالونو د پرانیستلو اعلان کړی دی.

د یادونې وړ ده چې تونس افریقایي عربي هېواد کې کرونا د ۴۹ کسانو ژوند اخیستی او ۱۰۹۶ کسان پرې اخته شوي، خو په ځینو ولایتونو کې مثبتې پېښې د تیرو څو اونیو راهیسې ختمې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx