ټولنیزه برخه

خوښۍ او سعادت له کومه ځایه سرچینه اخلي؟

لیکوال: محمود مصطفی
ژباړن: علی احمد راصد

له زرګونو کلونو را په دې خوا به خلکو یمن ته پلی سفر کاوه چې کلونه وخت یې نیاوه. مسافر به خپله خیمه او توښه له ځانه سره واخیسته چې هغه به هم له وچې ډوډۍ، وچې خرما او اوبو څخه عبارت وو او نور به یې پر الله تکیه وکړه او روان به شو. په لوړو، ژورو او دښتو کې به یې په داسې حال کې خپل مزل لنډاوه چې د لارې په اوږدو کې به یې د وږیو لیوانو او ایږو جینګو داړو، لارې وهوونکو غلو، سوزوونکو ګرمیو او ماتوونکو سړو موسمونو چې تر هډونو به رسېده د مسافر لاره څارله.. بیا کله به چې روغ رمټ تر خپل منزله ورسېده، داسې به انګېرل کېده لکه له موره چې نوی زېږدلی وي، داسې خوښي به وه چې نورو خوښیو به یې سیالي نه شوه کولای، د هغې زماني میلیونر به له یوه درویزګر سره له ښکلي آس او زین پرته په بل څه نه پېژندل کېده.

آس به هغه یواځنۍ وسیله وه چې د کلونو مزل به یې میاشتو ته را لنډاوه، همدا د هغې زمانې بریښنايي چټکتیا وه. وروسته مو د بادبانونو لرونکې بېړۍ وپېژندې هغه چې په هغه کې به مو ځان د وچې له هیبت او وېرې د بحر هیبت ته وسپاره. کله به چې مسافر ور وخوت خپله ساه به یې پورته نیولې وه، پوی به شو چې ځان یې یوې داسې بلا ته وسپاره چې د رحم په نوم کوم څه نه پېژني، بیا کله به چې روغ رمټ په وچه پلی شو په ډهول او سورنیو به بدرګه شو، په مینه به غاړې ورکول کېدې، او د روغ رسېدو په پار به یې الله ته سجدې کولې.

خو نن مونږ له [کابل] څخه [هرات] ته په ساعتونو کې رسېږو، د لارې په اوږدو کې د کرار تلو په سبب خواشیني یو او په وارو وارو خپلو ساعتونو ته ګورو، کله چې روغ رمټ ورسېږو په ښکنځلو او بد رد ویلو سر شو چې ولې نیم سات وروسته ورسېدو، کله چې په الوتکه کې خپل مزل کوو او بیا خپل منزل ته ورسېږو په ورېځو او بخار بد رد وایو چې زمونږ سفر یې وځنډاوه، نو که سبا په کومه فضايي بېړۍ کې مریخ ته سفر کوو له رسېدو وروسته به هرومرو وایو په دې راکټ کې یې د وخت اهمیت ته پام نه دی کړی. خو ژر دی چې د وخت اهمیت لا پسې زیات شي. کېدای شي یو سات بسنه وکړي چې یو انسان دې د ټولې نړۍ پر شا او خوا را وګرځي، امکانات به ډېر شي، خو دادی چې د خوښیو ګراف به را ولوېږي، ځکه کله چې امکانات ډېرېږي طمعه ورسره هم ډېرېږي.

کله چې سرعت او چټکتیا ډېرېږي، ورسره بېړه هم ډېرېږي، کټ مټ لکه د شتمنو په څېر کله یې چې نعمتونه او هوساینې ډېرېږي، ورسره یې شکایتونه ګیلې هم ډېرېږي، همدا د مادياتو ذاتي صفت دی، هرڅومره چې ډېرېږي هماغمره یې تلوسه ډېرېږي او لا پسې ډېرېږي. ورسره خپګانونه او ندیښنې هم ډېرېږي، ددې لپاره چې د خوښیو اصلي مرکز زړه دی نه جیب، دلته د مادي امکانانتو ډېرېدو ته اعتبار نشته. ځکه چې سعادت له ضمیر نه سرچینه اخلي.

بله داچې له الله سره د انسان تړاو په اصل کې دیني شعور دی نه مادي شعور، بیا همدا تړاو دی چې د انسان له احساس نه سرچینه اخلي او داسې انګېري چې دی یواځې نه دی بلکې الله په هر ځای او هرچېرته له هغه سره دی، د هغه عنایت ترې تاو دی، او د خیر الهام یې اړتیاوې پوره کوي، خو دی خپل وجایب تر سره کوي، پر دې اساس شونې ده چې د بېړیو، الوتکو او د میلیونون ډالرو درلودونکی یو شتمن دي ځان وژنه وکړي، په داسې حال کې چې تاسو به کوم مستغني ملنګ لیدلي وي چې د داخلي آرامتیا او ډآډ په سبب یې مخ له ورایه ځلېږي، ان چې نورو ته د سعادت او خوښیو ورکولو لپاره هڅه او هاند تر سره کويئ، ځکه چې هغه باور لري ژوند له معنی او حکمت څخه عبارت دی او هغه بیا عبث نه دی خلق شوی، بلکې هغه عادل ذات دی چې ژوند یې خلق کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx