ټولنیزه برخه

ښکرور خيانت!

محمد وقايت الله وقار

ډېر خلک داسې انګيري چې خيانت يوازې د بل د مال بې ځايه مصرفولو ته وايه شي، له همدې کبله هغوی يوازې هغه خلک خاينين ګڼي کوم چې پردی مال؛ هغه چې ېې له ده سره ايښی وي، وخوري او يا ېې په لوی لاس ضايع کړي، په داسې حال کې چې لوی خيانت کوونکي خاينين نه ګڼي او نه ورته د خاينينو په سترګه ګوري.

خو که حقيقت ته ځير شو، نو څرګنده به شي چې د خيانت معنی له دې ډېره پراخه ده، خيانت د هر ډول امانت ناسم استعمال ته ويل کېږي، هر الهي نعمت چې په مونږ او تاسې باندې شوی دی، په حقيقت کې يو امانت دی چې له مونږ او تاسو سره ايښودل شوی او ارو مرو به ېې يوه ورځ پوښتنه کېږي، الله تعالی همدې حقيقت ته په اشارې فرمايي:

ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ (۸) التکاثر

او بيا به حتما له تاسو څخه په دې ورځ د نعمتونو پوښتنه کېږي.

ژوند لوی نعمت دی، ځواني نعمت دی، روغ بدن نعمت دی، د بدن هره توکړه يو ځانګړی نعمت دی، ټولنه او چاپيريال نعمت دی، مال، بچيان او ځمکې نعمتونه دي، انسان ته د اشرف المخلوقات لوړ مقام ورکول نعمت دی، بېلابېلې وړتياوې چې په انسان کې ايښودل شوي، نعمتونه دي او همداسې د انسان هر ځلې سا اخيستل او د نړۍ پر مخ شېبه شېبه تېرول؛ دا ټول که له يوې خوا نعمتونه دي، نو له بل لوري امانتونه هم دي، ځکه چې د قيامت په ورځ به ېې الله تعالی پوښتنه کوي، سم استعمالوونکي ته به ېې نېکه بدله او جنتونه ورکول کېږي، خو ناسم کاروونکي ته ېې چې په حقيقت کې ددې هر يو نعمت ناشکره او په دې هر يو نعمت کې خاين دی، سخته سزا ورکول کېږي.

په مال کې خيانت کوونکی د هر چا بدې راځي، خو دا نور خاينين چې د الله تعالی ورکړي نعمتونه تر پښو لاندې کوي، د بنده ګانو استعدادونه بې ځايه رهبري کوي، د بنده ګانو بېلابېل ډوله امانتونه نه ادا کوي، بلکې خيانت پکې کوي او دېته ورته خاينين بيا نه څوک يادوي، نه ېې کړنه او کردار خيانت ګڼي او نه ېې له دې کار منع کوي چې د خيانت ګرو له سزا وژغورل شي.

د هېواد مشر، والي، ولسوال، رهبر او … هر يو د ډېرو امانتونو باروونکی دی او له هر يو څخه به د خپلو اعمالو پوښتنه کېږي، مشر چې د کشر له اعتماد څخه ناوړه ګټه اخلي، خيانت دی، مشر چې د ملت په سر، ناموس، حياء، عفت او ارزښتونو سودا کوي او په نورو ېې پلوري، په حقيقت کې يو خيانت دی چې سرته رسوي ېې او ددې پوښتنه به ترې کېږي …هغه خيانتونه چې په بيت المال کې د مشر او واکمن له خوا کېږي، هغه خو هسې هم لوی خيانت دی او هر څوک ېې د خيانت په توګه پېژني، خو دا هم خيانت دی چې د يو وړ کس په شتون کې نااهله کس په دنده ګومارل کېږي، دا هم خيانت دی چې د ملت قرباني او اهداف د ځان په ګټه راوڅرخول شي او د ملت په ګټه خپله شخصي ګټه مخکې شي.

د خاين لپاره په دنيا کې شرمنده ګي، رسوايي او بې باوري ده، خو په اخرت کې ورته له نورو سزاوو پرته لوی ذلت دادی چې د خپل خيانت په اندازه به ېې بيرغ پورته رپي او ټول خلک به ېې پېژني چې دا خيانت ګر دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغه حديث کې چې حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنهما ترې روايت کړی، داسې فرمايي: إِنَّ الْغَادِرَ يُنْصَبُ لَهُ لِوَاءٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَيُقَالُ هَذِهِ غَدْرَةُ فُلَانِ بْنِ فُلَانٍ (رواه البخاري)

بې شکه چې د قيامت په ورځ به د خاين لپاره يو بيرغ رپيږي او ويلی به شي چې دا د فلاني چې د فلاني زوی دی، د خيانت ( سزا) ده.

څومره د شرم او خيجالت ځای به وي چې د ټول انسانيت په مخکې يو څوک د خاين په توګه معرفي شي، يقينا هيڅوک به دا بدبختي د ځان او نه هم نورو لپاره خوښه کړي، نو راځئ چې د هر ‌ډول خيانتونو څخه لاس ونيسو او بيا د سترو خيانتونو کوونکو ته ووايو چې تاسې له ښکرور خيانت څخه لاس واخلئ او که نه د خپل خيانت هومره جنډه به درباندې په قيامت کې رپېږي او هر څوک به مو په حالت د خواشينۍ اظهار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx