شعـــــرونه

نيم ژواندې هيلې/ الياس فاتح

الياس فاتح

د جبر انتها ده د وحشت سرې سترګې خاندې
زړګي دلته بوږنيږي سوې ژبې کوي ساندې

منګولې د تاړاک تورې بلا دې لګولي
سينه د بشريت کې د ژوند هيلې دي نيم ژواندې

يو وږم د باروتو بل د سوو زګيروو زوږ دی
د جنګ په سرو سکروټو زړونه سوزي لکه سپاندې

خاونده! امن راولې, مــړې مينـې راژوندۍ کړې
چې تږي زړونه ووينې د حسن چينې تاندې

سپرلي د ازادۍ به ترې د سولې وږمې واخلي
ترسيم دي پرهرونه د شهيد په ټټر باندې

بريا د طالب پلونه ښکلوي ځکه فاتحه
څيري د پښو تڼاکې په اغزو درومي پر وړاندې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x