افغانستان

دولتي عسکرو داځل په فراه کې یو دیني عالم او د قران کریم تنکي حافظان په «شهادت» رسولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د فراه ولایت سیمه سیمه ییز خلک شکایت کوي، چې دولتي ځواکونو تیره شپه د فراه رود ولسوالۍ په مرکز شاوخوا کلیو باندې د ډیسي توپونو او هاوانونو مرمۍ توغولي، چې د یوې مدرسې په ګډون یې ګڼ ولسي کورونه نړیدلي او خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اووښتي دي.

ځايي خلک وايي، د دولتي عسکرو لخوا د هاوان یوه مرمۍ د «میانجوی» کلي کې د حافظ عبدالقیوم په دیني مدرسه لګېدلی، چې له امله یې د مولوي عبدالباري او د قران کریم ۲ تنکیو حافظانو(قدرت الله او هدایت الله) په ګډون ۳ تنه ولسي خلک «شهیدان» شوي او د محمد داود په نوم یو عام کس ټپي شوی دی.

ددې ترڅنګ د ولسوالۍ په بازار هم یو شمېر د توپونو مرمۍ لګېدلي، چې په ترڅ کې ۲ دوکانونه سوځيدلي او خلکو ته مالي زیانونه هم اووښتي دي.

فراه ته څېرمه د هلمند ولایت په سنګین او ګرشک ولسوالیو کې هم تیره ورځ ددولتي عسکرو لخوا لسګونه ولسي دوکاونه، د تیلو پمپونه او کلینیکونه نړول شوي او دوه ماشومانو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې وه.

په فراه ولایت کې یو دیني عالم او د قران کریم دوه تنکي حافظان په داسې مهال ددولتي عسکرو لخوا وژل کیږي، چې همدا نن د کابل ادارې مشر ډاکټر غني خپلو وسله والو ته امر وکړ، چې د دیني عالمانو او روحاني شخصیتونو ساتنه په خپلو لومړیتوبونو کې داخل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x